د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

په برتانيه کې د تور پوستانو د کلتور لپاره ځانګړی ارشيف پرانيستل شو


په برتانيه کې د تور پوستانو د کلتور لپاره ځانګړی ارشيف پرانيستل شو

د برتانيې د تورپوستانو د کلتور لپاره ځانګړی ارشيف پرون په دې هیواد کې د خلکو لپاره پرانيستل شو. په دې ارشيف کې چې تقريباً د ۱۲ مليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، د برتانيې د تورپوستانو د ۲۰۰۰ کلن تاريخ په هکله معلومات وړاندي کوي.

له درې لسيزې کمپاين او بسپنې ټولولو وروسته، په برتانيه کې د دې هیواد د تورپوستانو د کلتور په هکله يو ارشيف پرانيستل شو چې تقريباً د ۱۲ مليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

په دې ارشيف کې کتابونه، يادښتونه، ورځپاڼې، انځورونه، په لاس جوړ شوي هنري اثار او له ۲۰۰۰ کاله پخواني اسناد ايښودل شوي دي.

د دغه ارشيف مسوول، "پاول رايډ" د فرانسې خبري اژانس ته د دې ارشيف د پرانيستلو په غونډه کې وويل؛ دا يو پټ تاريخ دی. زموږ هدف دا دی چې د افريقايي نژاده خلکو تاريخ را ټول کړو، ويې ژغورو او ويې لمانځو.

ده زياته کړه چې، دا کار د خلکو د هويت پېژندنې لپاره ډېر مهم دی. او کله چې ته وپوهېږې چې ته له پخوا د هم دې ځای يې؛ ته له دغه ځای سره د خپلوي يو بل احساس کوې.

په ۲۰۱۱م کال کې شوې احصايې له مخې، افريقايي تور پوستان يا د کارابين تورپوستان د برتانې د ټول نفوس ۳.۳ په سلو کې برخه جوړوي چې د جنوبي اسيا د خلکو وروسته په برتانيه کې دوهم لوي نژادي اقليت دي.

له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته ډېرو خلکو د کارابين څخه برتانيې ته کډه وکړه او هلته مېشته شول.ځينو يې د برتانيې لپاره جګړه هم کړې وه.

خو تاريخ پوهان بيا وايي چې تورپوستان برتانيې ته تر دې ډېر مخکې راغلي وه. دوی دليل وايي چې په دې ارشيف کې يوه سکه شته چې په افريقا کې د زېږېدلي د روم امپراتور سيپټيموس سوروس (Septimus Severus) د دورې ده. دغه امپراتور په ۲۱۱کال کې مړ شوی وو.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، برتانوي تورپوستان يوازي د غلامانو په توګه راوړل شوي خلک نه وو بلکه، سرتيري، د کښتيو چلوونکي ماڼوګان، او کاميابه سوداګران هم وه.

د مانچسټر په پوهنتون کې د افريقايي تاريخ او کډوالو تورپوستانو د تاريخ لوستونکی حاکم ادي وايي،

په دوديزه توګه په برتانيه کې د امپراتوري سره اړوند د بډايو سپينيانو چې د جايدادونو خاوندان وه، تاريخ ته ډېر اهميت ورکول کيږي.

د ډاکټر ادي په وينا، له دې کبله د ښځو، د زحمتکښو خلکو او د اقليتونو تاريخ ته اهميت نه دی ورکول شوی.

XS
SM
MD
LG