د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

کوچنی اختر او د خوستوالو تیاریانې


د خوست ښار منځنۍ کوڅې، سړکونه او جادې د نورو کلونو په شان د ګاډو، موټر سایکلونو او نورو وسایطو پر مخ تړل شوي دي، په دې کوڅو او جادو کې د خوراک، پوښاک او د ماشومانو د لوبو د وسایلو د خرڅانه له پاره ګرځنده ټپرۍ جوړې شوي او ددې ښار په تنګو کوڅو کې د خلکو سخته ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

په ولاړو ټپریو باندې د پېردونکو ډېر بیروبار وي، خو د کلچو، کیکونو، مېټايیو او د نورو خوږو خوراکي شیانو رانیول هم د پام وړ دي، له ښاریانو سره په لاسونو کې تر هر څه ډېر په همدې توکو نظر پریوځي، همدارنګه د پوښاک وسایل قطرې، جرابې، زېر پراهنۍ یا بلینانونه، د ښځینه وو او نارینه وو د سېنګار توکي، نکریزې او د ماشومانو د لوبو وسایل خورا ډېر پیردونکي لري.

په خوست ښار کې د ځايي خلکو سربیره ډېر وزیرستاني کډوال هم ترسترګو کیږي، چې د کوچني اختر له پاره سوداګانې کوي، دوی هم په خوست کې د اختر تیاریانې په تېرو کلونو کې د خپلو سیمو د اخترونو نه کمې نه ګڼي:

((زه په قوم سیدګۍ یم د ډنډې اوسیدونکی یم، بیت الله سیدګی مې نوم دی، الحمدالله اختر دی تیریږي، ښه ویال او په خوشالۍ کې تیریږي، موږ د خوست د خلکو نه خفه نه یو، د خوست خلکو ته ښه په طبع کې خوشال یو، هېڅ تکلیف موږ ته نشته، موږ ته کورونه میلاو شوي دي، مرسته ښه سهي راسره روانه ده، او د خوست عید موږ ته د میرانشاه ښه ولیدل شو.))

د خوست یو بل ژڼکی، چې له خپلو نورو ګڼو ملګرو سره درزي ته راغلی او غواړي، اختر ته خپلې نوې جامې ځینې یوسي، په خوست کې د اختر د تیاریانو په اړه راسره خپل نظر په دې توګه شریکوي:

((زه وحیدالله فطرت د خوست د مندوزیو اوسیدونکی، خوست بازار ته نن راغلی یو څپلیو، قطره، خولۍ او جامو پسې، موږ اختر ته شیان اخیستي دي، خو نن په خوست کې داسې رش او ګڼه ګوڼه ده، چې ښه مزیدار رش دی، ډېر مزیدار رش دی.

خوستوال خو ډېر نرم، خواږه او پاسته خلک دي، په خوست کې دومره ګڼه ګوڼه ده، چې په نورو لویو ښارونو ننګرهار، کابل او مزار کې به هم رش وي، خو د خوست په شان به نه وي.))

په خوست ښار کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو او ولایتونو ګڼ خلک له پخوا نه کاروبار کوي او دلته د خپل کاروبار او د خلکو د ښه سلکوک نه خوشاله دي، د دوی له ډلې یو تن چې د ننګرهار اوسیدونکی دی او په لاسي ریړه کې توکي خرڅوي وايي:

((نواب نومیږم د ننګرهار اوسیدونکی یم، خوست کې د خویله کیو کاروبار کوم، خوست ډېر ښکلی ځای دی، خلک يې ډېر درانه خلک دي، سودا ماشاالله ډېره ښایسته روانه ده.))

د میټاییو لاسي ریړې ته ولاړ ژڼکی وايي، خلک د بنو په مېټاییو مین دي، خو وطني میټايي هم ښه خوند لري، هغه په دې اختریزو شپو ورځو کې مرورو افغانانو ته د پخلاتوب پیغام ورکوي:

((زما نوم مولا نور دی، د اختر په شپو ورځو کې مېټایۍ خرڅوو، دومره غریبانه کوو، د وطن مېټایۍ دي، دا ډېرې ښې خرڅیږي، خلک خو د بنو په میټاییو ډېر مین دي، نور کالونه يې دومره خوند نه وو لکه د سږني اختر، زه خپل همزولو ته د اختر مبارکي وایم په لومړي سر کې، بیا مرورو وروڼو ته دا پیغام لرو، چې ټول سره په یو ځای شي.))

د یادونې وړ ده، خوستوال داسې مهال اختر ته په اماده ګیو او تیاریانو بوخت دي، چې د دوی نه د اختر د دودیزو لمانځنو یوه ستره برخه په پاتې کیدو ده، د خلکو په وینا اوس په اخترونو کې هغه خوندونه نه دي پاتې شوي، چې په اونیو به د خوست په یوه او بله سیمه کې اختریزې میلې او نندارې ترسره کیدې او زرګونه خلک به يې سیل ته ورتلل.

XS
SM
MD
LG