د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

"په کابل کې د کوچني اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي"


د کابل امنیه قومندان وایي، د اختر په شپو ورځو کې به ښار ته په تلونکو لویو او وړو لاروکې کلکې تلاشيانې کیږي او هم به په ښار کې د ځانګړي امنیت لپاره سلګونه اضافي پولیس په دندو وګمارل شي.

د کابل ولایت امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل؛ په ځانګړو امنیتي تدابیرو کې به غیر مسوول وسله وال، بې پلېټه او د توروښیښو لرونکي موټر له نیولو وروسته څارنوالۍ ته معرفي کیږي:

"د نن شپې له دوولسو بجو وروسته به د اختر لپاره په ښار کې کلک او ځانګړي امنیتي تدابیر نیول کیږي؛ وسله وال، بې پلیټه او د توروښیښو لرونکي موټر به نیول کیږي او یوه ځانګړي ځای ته به انتقالیږي؛ هلته مستنطیقین موجود دي، ورنه به پوښتنې کیږي او دوسیه به ورته جوړه وي؛ موټر به یې ضبط کیږي او کله چې یې دوسیه بشپړه شوه نو څارنوالۍ ته به سپارل کیږي."

ښاغلي ظاهر په همدې ورځ د کابل امنیه قومندانۍ د تېرو څلورو میاشتو کاري راپور هم خبریالانوته وړاندې کړ.

هغه وویل، په دې موده کې له پولیسو سره نهه سوه شپږ اتیا جرمي قضیې ثبت شوې چې؛ د اته سوه یو شپیته پیښو عاملین نیول شوي او یا قضیې تر کشف لاندې دي او د پنځه پنځوسو پیژندنه روانه ده:

"د روان کال له پیل تراوسه ۹۸۶ جرمي قضیې د کابل له امنیه قومندانۍ سره ثبت شوې دي؛ چې له هغې جملې څخه ۸۶۱ قضیې کشف شوې دي؛ ۷۰ ترکشف لاندې دي او ۵۵ قضیې پیژندل شوې او تر تعقیب لاندې دي، ټول هغه جرمي قضیې چې په کابل کې رامنځ ته شوي دي په تړاوو یې ۱۴۴۶ تنه نیول شوي دي."

اختطاف، وسله واله غلا، د خلکو ټپي کول، غیراخلاقي کړنې، د جعلي بانک نوټو استعمال او د الکهولو خرڅلاو د دغو جرمي پیښو عمده مسایل دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي چې؛ په همدې وخت کې یوسل څلورڅلویښت کیلوګرامه مخدره مواد چې څلورشپته کیلوګرامه یې هیروین دوه اتیا تریاک کیږي؛ کشف او ترلاسه شوي دي او همدرانګه د ۵۵۶۸ عرادو موټرو تورې ښیښې هم سپینې شوې دي.

له دې وړاندې هم د کابل امنیه قومندانۍ څو وارې په ښارکې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو پروګرامونه پیل کړي وو؛ خو هرځل پولیس په دې کار کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خلکو او یوشمیر کارپوهانو په باور انتحاري او نور حمله کوونکي ترډیره له تورو شیشو موټرونو څخه ګټه اخلي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG