د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

امریکا: پاکستان باید د حقاني شبکې د بیا راټولېدو مخه ونیسي


د امریکا حکومت وايي، دا سمه ده چې د حقاني شبکه له خپلو سیمو څخه ایستل شوې او غړي یې بې ځایه شوي دي، خو دوی ته باید اجازه ورنه کړل شي چې؛ بیا یې ډلي منسجمې شي او هغو سیمو ته بیرته وروګرځي چې؛ وړاندې په کې میشت وو.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یوه غړي "جیفري ایګرز" په کولوراډو کې د یوې امنیتي غونډي پر مهال دا خبري کړي دي.

دی وايي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د پیل راهیسې د حقاني شبکې د هیڅ یوه غړي د وژل کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.

امریکا له ډیرې مودې پر پاکستان فشارونه راوړي چې؛ د حقانې ډلي پر وړاندې اقدام وکړي.

اسلام آباد د خپلو پوځي عملیاتو په دوام سره ویلي وو چې؛ دوی به د حقاني شبکې په ګډون ټول وسله وال مخالفین په نښه کړي.

په واشنګټن کې د پاکستان استازي جلیل عباس جیلاني چې په دغه امنیتي غونډه کې یې ګډون درلود؛ وویل، د حقاني ډله تقریباً ټول د عملیاتو تر پیل دمخه له سیمې تښتیدلي وو؛ دا ځکه چې د ده په خبره عملیات له وړاندې اعلان شوي وو.

جیلاني دغه راز وویل چې، د افغانستان پولې ته نژدې په هغو سیمو کې چې ښایي وسله وال مخالفین ورتښتیدلي وي؛ باید نورو اقدامات هم وشي:

"موږ ښه همکاري درلوده، خو فکر کوم د دې لپاره چې خپله بریا یقیني کړو؛ نورو هڅو ته هم اړتیا ده."

دغه راز په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي هم په دغه غونډه کې وویل چې؛ د حقاني شبکې غړي په پاکستان کې دننه خوندي پناه ځایونه لري او په پاکستان کې دننه نورو ځایونو ته تللي دي.

متقاعد جنرال جان الن چې وړاندې یې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو مشري کوله؛ غونډې ته د خبرو پر مهال د حقاني شبکې د غړو د موندلو په اړه د اسلام آباد پر لیوالتیا شک وښود. د ده په خبره پاکستان د روانو عملیاتو په څیر یو فرصت هم درلود:

"کله چې زه هلته قومندان وم، د حقاني ډلې زما د ځواکونو څه باندې ۵۰۰ تنه یا مړه یا زخمي کړل؛ خو د وزیرستان په عملیاتو کې هغوی په یو ډول هیر شول.

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړ چې؛ پاکستان باید د حقاني شبکه وځپي؛ کنه نو دغه هېواد به د امریکا میلیونونه ډالره پوځي مرسته له لاسه ورکړي."

XS
SM
MD
LG