د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

کارپوهان: د ملي وحدت حکومت د افغانستان ستونزې نه شي حل کولای


د سیاسي چارو کارپوهان د دوو کاندیدانو له خوا د ملي وحدت حکومت جوړول مناسب نه بولي او وایي، چې د حکومت دا ډول جوړښت د افغانستان ستونزې نه شي حل کولای.

دې کارپوهانو چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې وویل چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله پریکړه کړي چې د اجرایوي شورا په رامنځ ته کیدو په خپلو کې واک وویشي.

د ژورنالستانو د ټولنې ریس او ددې ناستې ګډونوال عبدالحمید مبارز وویل، چې د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت په نوم د حکومت جوړیدل ملي بڼه نه شي غوره کولای اوباید چې ټولې ښکیلې ډلې په واک کې شریکې شي.

"که چیرې د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په مشری دوه ټیمونه په خپل منځ ګې یو حکومت جوړ او چوکۍ یو بل ته وویشي دا ملي حکومت نه ده بلکې ملي حکومت باید ټول سیاسي ګوندونه د افغانستان ټول وړ کسان باید په ملي حکومت کې شامل وي چې د روانو ستونزو لپاره د حل سمه لار پیدا کړي."

ښاغلي مبارز د انتخاباتي ټیمونو په جوړښت هم انتقاد وکړ او وې ویل، چې دواړو ټیمونو انتخابات هم د قومي کیدو په لور بوولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونو د انتخاباتو د قومي رنګ اخیستلو خبره رد کړي او ویلي یې دي چې په ټیمونو کې یې د هرې سیمې او قوم استازي د ملي وحدت استازیتوب کوي.

د غوندې بل ګډونوال خلیل رومان وویل چې د افغانستان بحران د جنګ او ناامنۍ بحران دی او وسله والو مخالفانو ته له ونډې ورکولو پرته د ملي وحدت حکومت ستونزې نه شي هوارولی..

په بحث کې بل کارپوه نجیب منلي وویل، چې د کاندیدانو ترمنځ د واک ویش غیر عادلانه کار دی او زیاته یې کړه ،چې راتلونکی حکومت باید د ظرفیتونو له مخې خلک په لوړو او مهمو پوستونو مقرر کړي:

"هغه څه چې د انتخاباتو څخه منځته راځي هغه مشروع حکومت ده او دا مشروع حکومت کولای شي چې د ملي ګټو په خاطر په ټولو هغو خواوو تکیه وکړي چې په دې هیواد کې دي او د هیواد د پرمختګ لپاره باید ورڅخه کار واخستل شي په همدې ډول بایلونکې ټیم مکلفیت لري چې د حکومت سره همغږۍ اووسي."

په ورته وخت کې دا افغان کارپوهان ټینګار کوي چې د راتلونکي حکومت په وړاندې باید اپوزیسیون هم موجود وي چې د حکومت له کارونو څارنه وکړي .

د هغوی په باور له اپوزیسیون پرته به په افغانستان کې ډیموکراسي مراعت نشي.

کارپوهان دغه انتقادونه او سپارښتنې په داسې حال کې کوي، چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سلا کړې، خو ډیر جزیات یې نه دي ورکړي، چې دا حکومت به څنګه وي.

کارپوهان وایي، دواړه کاندیدان باید په جوړیدونکي حکومت کې ملي یوالي، ملي ګټو، ډیموکراسۍ او ولسواکۍ ته ژمن و اوسي.

XS
SM
MD
LG