د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

سلګونو کسانو په غور او پکتیکا کې د ملکیانو د وژلو پرضد مظاهره وکړه


په افغانستان کې د مدنې ټولنو یو شمیر بنسټونو په غور او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي خلکو د وژنو په اړه یوځل بیا اعتراض وکړ او د ملکي تلفاتو د بندیدو غوښتنه یې وکړه.

د مدني ټولنو سلګونه غړیو د وسله والو طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول او د غور د وروستۍ خونړۍ پیښې د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کوله.

دې اعتراض کوونکو، چې د یکشنبې په ورځ د کابل د زرنګار پارک په سیمه کې راټول شوي وو؛ طالبان د ملکي مرګ ژوبلې مسوول وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې د ملکیانو وژنه باید نوره بنده شي.

دوی یو پریکړه لیک هم صادر کړ او له ملګرو ملتونو یې په کې وغوښتل؛ چې د طالبانو ټولې ډلې په تورلست کې شاملې کړي او بندیزونه پرې ولګوي.

د مدنې ټولنې یوه فعال رحیم جامي د پریکړه لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"افغان حکومت باید هر څومره ژر چې ممکن وي؛ د غور د پیښې عاملین ونیسي او په اشد مجازاتو یې محکوم کړي.

که چیرې افغان حکومت ته د خپلو شهیدانو وینې ارزښت ولري؛ نو باید له طالباني سیاست نه لاس واخلي.

د افغانستان د علماوو شورا او نور دینې بنسټونه باید طالباني تفکر په وړاندې ودریږي.

او هم د مدني بنسټونو نه غواړو چې د یاد بود یو لار د طالبانو د جنایاتو قربانیانو ته ایجاد کړي."

د راپورنو له مخې د پنجشنبې په شپه وسله والو په غور ولایت کې ۱۴ مسافر له موټر څخه ښکته او له کوم دلیل پرته یې په ډزو ووژل؛ چې درې میرمنې او یو ماشوم هم په کې وو.

د غور چارواکو وویل، چې په وژل شوو کسانو کې یوه ناوې او زوم هم شامل وو؛ چې نوی یې واده کړی و.

د مدني ټولنو په دې اعتراضې غونډه کې دو تنو د وژل شوو ناوې او زوم حالت تمثیل کړ او وژونکي یې د کرکې وړ وبلل.

له دې وړاندې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د یو موټر بم په چاودنې کې له سلو څخه زیات کسان مړه او ټپیان شول.

په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د ملکي تلفاتو په اړه اندیښنه لري او زیاتوي، چې لامل یې د جګړې موجودیت، ادارې فساداو په حکومت کې د سیاسي ارادې نشتوالی بولي.

د دې کمېسیون د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتې هم درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبې د لوی افغانستان د ولسي خوځښت په نوم یوه بنسټ د تروریستي بریدونو او ملکي تلفاتو د غندنې په هدف په کابل کې اعتراض وکړ.

له دې نه وړاندې هم یو شمېر بنسټونو په کونړ کې راکټي حملې او په نورو ولایتونو کې هم د حملو په اړه اعتراضونه کړي او د بندولو غوښتنه یې کړي.

خو له دې اعتراضونو سره سره اوس هم په هیواد کې د ملکي کسانو وژل روان دي؛ چې ځینې یې په وسله والو جګړو او یوشمیر نور یې په مرموز ډول وژل کیږي؛ چې مسوولیت یې هم څوک په غاړه نه اخلي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG