د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

قاسمیار: چین پاکستان د افغان سولې په برخه کې مرستو ته هڅولای شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې چین باید پاکستان دې ته وهڅوی چې د افغانانو د سولې له پروسې سره عملي مرسته وکړي.

د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي؛ د پاکستان او چین اقتصادي او سیاسي اړیکو ته پام، چیني چارواکي کولای شي، پاکستان وهڅوي، څو په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

ښاغلي قاسمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"که چیرې چین وغواړي له خپل نفوس څخه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګټه واخلي دا کار په ډير معاصر شکل چین کولای شي؛ نو تر ټولو لنډ او ښه لاره يې همدا ده چې چین پاکستان دې ته مجبور کړي چې صادقانه همکاري وکړي."

"د سولې عالي شورا د چارواکو په وینا؛ تراوسه ښکاره نه ده چې، چین به په دې برخه کې څومره مرسته وکړي؛ خو وايي، چې په سیمه ییزه کچه د همکاریو له زیاتیدو څخه ښکاري چې چین به په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

دغه خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي چې؛ په دې ورستیو کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي "سن یوشي" له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې ویلي چې؛ چین د سولې له پروسې څخه د افغانانو په مشرۍ ملاتړ کوي.

ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې؛ چین د افغانستان دوست هیواد دی او له پاکستان سره هم نږدې اړیکې لري چې؛ دا اقدام به د سولې په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي.

خو له بلې خوا یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې؛ چین نه شي کولای چې په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو کار پوه احمد سعیدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ په افغانستان کې د سولې مساله بهرنۍ ریښې لري او ترهغې چې ټول سره سلا نه شي ممکن نه دی چې؛ په افغانستان کې سوله تامین شي.

ښاغلي سعیدي وویل چې، په اوسني حکومت کې دا فرصتونه محدود دي او نه شي کولای چې له چین څخه په دې کم فرصت کې د سولې د تامین لپاره ګټه واخلي.

یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې؛ په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره باید داسې منظم میکانیزم جوړ شي ترڅو ټولو غاړو ته د منلو وړ وي.

ځینو نوروڅیړونکو بیا ویلي وو؛ چې که چین له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي؛ ممکن چین پر پاکستان فشار راوړي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه کړي؛ ځکه د افغانستان نامنۍ به د چین ګټې هم ګواښي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG