د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

اوکراين: د الوتکې د سقوط د ساحې کتنه وځنډول شوه


د ياغيانو او اوکرائيني ځواکونو ترمنځ جګړه د دې سبب شوه چې د نړيوالو څېړونکو ډله د ماليزيا هوايي شرکت د ويشتل شوې الوتکې د نسکورېدو د ځاى کتنه لغو کړي.

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان مرستيال الکساندر هګ د اوکراين په دونيڅک کې خبريالانو ته وويل، داسې ښکاري چې په سيمه کې وضعيت ناارام دى، ځکه مو پرېکړه وکړه، چې سبا خپل کار پيل کړو.

له ده سره د هالنډ او اسټراليا متخصصان ملګري وه.

تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان او بېلتون غوښتونکو د مشرانو ترمنځ د موافقې له مخې پوليس دغه راز د هالنډ او اسټراليا مختصصان د الوتکې د سقوط ځاى ته روان دي.

ماليزيا هم نن يکشنبه اعلان کړه د اوکراين له ياغيانو سره موافق ده چې نړيوالو پوليسو ته اجازه ورکړي څو د الوتکې د نسکورېدو ساحه وګوري.

د ماليزيا د صدراعظم نجيب رزاق دفتر نن وويل پوليسو ته به اجازه ورکړل شي د اوکراين په ختيځ کې د پېښې ساحې ته ننوځي او د الوتکې د نسکورېدو د پېښې نړيوالې څېړنې ته د خونديتوب لار اواره کړي.

دغه موافقه د بېلتونپالو له مشر السکاندر بوروداى سره شوې ده.

تر دې مخکې ماليزيا له بوروداى وغوښتل چې د الوتکې توره-بکسه يا بلک بکس وروسپاري.

په اوکراين کې د هالنډ د تحقيقاتي ماموريت مشر پرون په خارکيف کې خبريالانو ته وويل هېواد يې غواړي خارکيف ته پوليس ولېږي.

د ده په خبره دغه پوليس به د الوتکې د نسکورېدو په سيمه کې د انسانانو د بدن پاتې برخې او د هغوى اړوند نور شيان راغونډ کړي.

هالنډ د قربانيانو د هويت پېژندلو مسووليت لري او دا څېړي چې د الوتکې د سقوط علت څه و.

اسټراليا په پام کې لري ١٩٠ پوليس او ٤٠ نور پوځيان هالنډ ته ولېږي څو په راتلونکو ورځو کې د هالنډ په مشرۍ په اوکراين کې په عملياتو کې برخه واخلي، د دغه ماموريت هدف د الوتکې د سقوط د ساحې خوندي کول دي.

دغه اعلان د اسټراليا صدراعظم توني ابوت وکړ:

”زه نن اعلان کوم چې د اسټراليا فډرال پوليس به د هالنډ تر مشرۍ لاندې د نړيوال بشري او غيرنظامي ماموريت په چوکاټ کې په ساحه کې وګمارل شي. ٤٩ تنه پوليس به چې ١١ به يې د اسټراليا وي په ساحه کې وي، په راتلونکو ورځو کې به يې شمېر زيات شي“

د اسټراليا چارواکي وايي وسلوال پرسونل به يې د اوکراين په ختيځ کې د بېلتونپالو ياغيانو تر ولکې لاندې سيمې ته ورشي، خو ټينګار کوي چې دا به بې خطره ځواک وي او د اردو پوځيان به ورسره نه وي.

په همدې حال کې د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير وويل د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې به د اسټراليايي ټيم له ځينو غړو سره وسلې وي، خو دوى به يوازې د څېړونکو امن ټينګوي.

د ماليزيا هوايي شرکت الوتکه لس ورځې مخکې د اوکراين د ختيځ په هغه سيمه کې وويشتل شوه چې د روس پلوه بېلتونپالو په ولکه کې ده.

د دې الوتکې ټوله سورلۍ چې ٢٩٨ کسان وو، ووژل شوه. په وژل شويو کې د هالنډ او اسټراليا اتباع هم شامل دي.

امريکايي او اوکرائيني چارواکي وايي دغه الوتکه به د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمې نه احتمالاً په تېروتنې په ميزاييل ويشتل شوې وي.

XS
SM
MD
LG