د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

دیني عالمان: د اختر په ورځو کې هدیرو ته تګ غیر شرعي کار دی


که څه هم له ډیر پخوا راهیسې، ګڼ شمېر خلک د اخترپه ورځو کې هدیرو ته ځي او خپلو مړو او شهیدانو ته احترام او دعا کوي، خو دیني عالمان دا کار د شرعیت له نظره ناروا ګڼي.

د کابل ښار د شهدای صالحین د باغچه سعید د جومات امام عصمت الله، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ اختر د نړۍ د ټولو مسلمانانو د خوشحالۍ ورځې دي؛ نه دا چې خلک دې هدیرو ته لاړ او خپل تېر غمونه دې تازه کړي:

"دا چې ډلې جوړې کړي او هدیرو ته ځي، دا کار په دین هیڅ بنیاد نه لري؛ یو ناروا کار دی."

همدارنګه دی له خلکو غواړي چې؛ د اخترپه مبارکو ورځو کې دې، خپل خپلوان او دوستان وویني، د مشرانو دې احترام وکړي او ناروغانو ته دې د روغتیا دعا وکړي.

دیني علما ووایي، خلک دې د اختر په ورځو د هغه چا کورته چې مړی په کې شوی، د فاتحې لپاره نه ځي، ځکه چې په دې کار د مړي د خپلوانو تېر غمونه له سره تازه او د خوشحالۍ ورځې یې په خفګان اوړي.

شهدای صالحین د کابل ښارجنوب ته د غره په لمن کې پرته سیمه ده چې؛ د ډېرو نیکو او مشهورو انسانانو په هدیره مشهور دی.

اوس هم ډیر خلک هڅه کوي چې؛ خپل مړي په دې هدیره کې خاورو ته وسپاري.

غلام نبي یو له هغو کسانو دی چې وایي؛ له شاوخوا پنځوسو کلونو راهیسې په دې سیمه کی هم دکانداري کوي او هم په کې اوسیږي.

دی وایي، د پلار او مور له مړینې وروسته، هرکال د اختر د لمانځه د اداء کولو وروسته د هغو قبرونو ته ورځي؛ احترام یې کوي او له خدایه ورته مغفرت غواړي.

دی وایي، دا یو تاریخي دود دی او دی ورته ادامه ورکوي:

"دا زموږ پخوانی دود دی، موږ مجبور یو دا دود پرځای کړو؛ زه په هر اختر کې د پلار او مور قبرونو ته ځم، احترام یې کوم او دعا ورته کوم."

سربیره پرغلام نبي ډېر داسې خلک مو ولیدل او خبرې موورسره وکړې چې ویل یې، د اختر په ورځو کې هدیرو ته تګ او مړو ته دعا کول؛ د دوی دود دی او په همدغو مناسبتونو کې یې پر ځای کوي.

له دې جملې نه د کاکا قیوم په نامه یو کس دی؛ چې د ده په خبره له کابو څلوېښتو کلونو راهیسې په شهدای صالحین کې؛ قبرونو ته تیږې برابروي او خرڅوي یې.

دی وايي، د اختر په ورځو کې ځینې خلک د دې ترڅنګ چې خپلو مړو ته دعا کوي، د هدیرې شاخوا میلې هم جوړوي.

دیني عالمان داهم وایي چې، په هدیره کې باید انسان د خدای حکمتونو او قدرت ته توجه وکړي، نه دا چې میلې په کې جوړې کړي.

دیني عالمان وایي، سربیره په نارینه و، هدیرو او زیارتونو ته د اختر په ورځو کې د ښځو تګ هم جایز نه دی.

د کابل ښار په هره څنډه کې د نفوس له زیاتوالی سره، د پخوا په نسبت هدیرې هم زیاتې شوي او د خلکو تګ راتګ ورته هم زیات شوی دی.

د دیني عالمانو په باور، دا کارونه د ځینو خلکو پر ناپوهۍ دلالت کوي او کله چې خلک په بشپړه توګه په دیني احکامو وپوهیږي؛ دا دود به ختم شي، خو دا کار د دیني عالمان تبلیغ پورې اړه لري او وخت غواړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG