د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

حماس ٢٤ ساعته اوربند ته غاړه کښېښوده


حماس ډلې په غزې تړانګه کې له ٢٤ ساعته اوربند سره موافقه وکړه.

د دې ډلې وياند سميع ابوظهري نن وويل، حماس د اختر د رارسېدو او د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس څلورويشته ساعته اوربند ته غاړه ږدي.

دغه اوربند نن يکشنبه پر سيمه ييز وخت د ماسپښين له دوو بجو پيلېږي.

تر دې مخکې اسرائيل ويلي وو، پر غزه يې پوځي عمليات وروسته تر هغه پيل کړل، چې حماس ډلې اوربند ته غاړه کښېنښوده او راکټي بريدونه يې پيل کړل.

حماس مخکې د دې اوربند د رد تر څنګ په يوه اعلاميه کې ويلي وو، هر ډول ”اوربند چې په هغه کې د غزې له داخلي پولو د سرتېرو ايستل شامل نه وي، ملکيان ونه توانېږي خپلو کورونو ته ستانه او ټپيان له سيمو وايستل شي د منلو وړ نه دى“.

اسرائيل ويلي وو خپل عمليات دروي خو د حماس د پوځي تونلونو ويجاړولو ته ادامه ورکوي.

په غزه کې تر زرو زيات کسان چې ډېرى يې ملکيان دي، د ١٩ ورځنۍ جګړې په جريان کې وژل شوي دي. په دې بهير کې د اسرائيل ٤٣ سرتېري او درې ملکيان هم وژل شوي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي په غزه کې په وژل شويو او ټپيانو کې ٨٠فيصده ملکيان دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوى صندوق يا يونيسف وايي د دې شخړې په بهير کې ١٩٢ ماشومان وژل شوي دي.

د اسرائيل امنيتي کابينې د شنبې په ماښام غونډه وکړه او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ يې پر اوږدمهاله اوربند د سلا کېدو لپاره پر نړيوالو هڅو بحث وکړ.

تر دې مخکې جان کري په پاريس کې د اروپايي ټولنې او منځني ختيځ د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وکتل څو د جګړې دواړه لوري وهڅوي لنډمهاله اوربند تمديد کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاوران فابيو له ښاغلي کري، دغه راز له خپلو بريتانوي، جرمني، ايټالوي، قطري او ترکي متحدانو سره تر کتنې وروسته پر ښکېلو خواوو ږغ وکړ چې د اوربند موده وغزوي:

”غونډه مثبته وه. موږ وانېدو په غزه کې د اوربند د ټينګېدو لپاره د نړيوال اقدام په باب پر ګڼو نظرياتو بحث وکړو. له ښکېلو خواوو غواړو چې روان اوربند تمديد کړي“

د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون وياند په يوه اعلاميه کې وويل يوځل بيا له ټولو ښکېلو خواوو په عاجله توګه غواړو چې په غزه کې اووه ورځنى اوربند اعلان کړي.

په همدې حال کې پرون د اسرائيل په تل ابيب کې ښار په زرګونو اسرائيليانو په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو پرخلاف مظاهره وکړه.

تر اوسه اسرائيل په غزې تړانګه کې له اوربند سره د حماس د توافق په اړه کوم عکس العمل نه دى ښوولى.

XS
SM
MD
LG