د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

صدیقي: ملي امنیت په بېلابېلو ولایتونو کې انتحاريان نیولي دي


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په بیلابیلو ولایتونو کې یې یو شمیر هغه مخالفین نیولي چې د اختر په ورځو کې یې د انتحاري حملو قصد درلود.

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې نیول شوو څلور تنو مخالفینو غوښتل د اختر په ورځو کې په بدخشان، هرات او پکتیکا ولایتونو کې انتحاري حملې وکړي.

د دې ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي وایي؛ چې له نیول شوو حمله کوونکو څخه یې د انتحاري حملې واسکټونه، له چاودیدونکو موادو ډک یو موټر او یوشمیر سپکې وسلې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي صدیقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دغه کسان په شمالي وزیرستان کې روزل شوي؛ چې د دوی د منسوبینو له خوا په بیلابیلو عملیاتو کې نیول شوي دي:

"لومړی په بدخشان ولایت کې، دوو تنو انتحاري حمله کوونکو چې په شمالي وزیرستان کې روزنه وکړل شوې وه، داسې پلان درلود چې، غوښتل یې د اختر د لمانځه پرمهال انتحاري حملې وکړي چې؛ د خدای په فضل سره د ملي امنیت ریاست منسوبینو له خوا ونیول شول."

نوموړي زیاته کړه چې، نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبین پر داسې مهال د دغو لاسته راوړنو خبر ورکوي چې؛ په دې روستیو کې د هېواد په یو شمیر سمیو کې د دولت دوسله والو مخالفینو حملې او فعالیتونه زیات شوي دي.

له دې وړاندې د دفاع وزارت هم تاید کړې چې؛ په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو حملې په کابل او یوشمیر ولایتونو کې زیاتې شوي دي.

ملي امنیت په داسې حال کې د اختر په ورځو کې د انتحاري حمله کوونکو د نیولو خبر ورکوي؛ چې په تیرو څو اخترونو کې په یوشمیر ولایتونو کې حملې او چاودنې وشوې؛ چې خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د ملي امنیت د نو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG