د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

"د بغلان د قره زغن له کانه په غیر قانوني ډول سره زر ایستل کیږي"


د افغانستان د شفافیت د څار سازمان وايي، د افغان کرسټال په نامه د طبعي منابعو شرکت دا مهال له قره زغن کان څخه په غیر قانوني توګه سره زر استخراجوي.

د یادي ادارې مسولین وايي، د تړون له مخې افغان کرسټال شرکت مکلف وو چې؛ یوازي د دې کان اکتشافي چارې پر مخ یوسې.

خو زیاتوي چې دغه شرکت د تړون خلاف له دریو کلونو راهیسې له یاد کان څخه سره زر استخراج کوي.

د افغانستان د شفافیت د څار د سازمان اجرایوي رییس سید اکرام افضلي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې د دوي د سروې له مخې دا کار له یاد کان څخه د عوایدو د ضایع کېدو لامل و ګرځید:

"دې کمپنۍ له کان څخه په غیرقانوني توګه سره زر استخراج کړي چې دې کار هم اندیښنې راپارولي او هم یې دولتي عواید ضایع کړي. د کانونو له وزارت سره د تړون خلاف یې د اکتشافي چارو تر څنګ له قره زغن کان څخه په غیر قانوني توګه سره زر استخراج کړي."

د ښاغلي افضلي په وینا، د قره زغن کان شاوخوا اتیا فیصده اوسیدونکي اوزګاره دي چې د تړون له مخې باید د دغه کان په اکتشافي پروسه کې په کار ګمارل شوي وای.

خو زیاتوي چې افغان کرسټال شرکت د دې کار لپاره بهرنیان ګمارلي دي.

د شفافیت د څار سازمان همدا راز وايي، چې د دغه کان شاوخوا سیمه هم د افغان کرسټال شرکت د ساتونکو له خوا بنده شوې چې له دې کان څخه د څارنې مخنیوی کوي.

که څه هم د افغان کرسټال شرکت مسولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وايي چې د دې شرکت له خوا د قره زغن په کان کې له څلور نیمو کلونو راهیسې اکتشافي چارې په قانوني ډول جریان لري.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند محمد رفیع صدیقي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې پر افغان کرسټال شرکت تورونه ناسم و بلل:

"د یو شمیر خلکو او کړیو لپاره د مدني ټولنو، د شفافیت د څار د ادارو تر نامه لاندي د دا ډول راپورونو خپریدل یوازي د هغوي د شخصي ګټو لپاره کیږي. ښایې کله کله سیاسي او اقتصادي لاملونه هم و لري."

د کانونو او پطرولیم وزارت د افغان کرسټال شرکت کار قانوني بولي او ایې، چې دا شرکت په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د دې وزارت او د وزیرانو شورا په تایید د قره زغن کان تړون و ګټی.

د قره زغن کان د سرو زرو څلور کلسټرونه لري چې په تیرو شاوخوا دریو لسیزو کې په کمه پیمانه ترې سره زر استخراج شوي دي.

XS
SM
MD
LG