د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

لیلما په اختر کې د خلکو مرستو ته سترګې په لار ده


د کوچني اختر په رارسیدو، په کابل کې خلکو نوې جامې اغوستي او ډلې ډلې د خپل خپلوانو کره د اختر مبارکي ته ځي.

خلکو دې ورځو ته خاص تدابیر نیولي او د سترخوانونه یې د نورو ورځو په پرتله له وچو او تازه میوو نه ډک وي.

خو په همدې کابل کې داسې کورنۍ هم شته، چې دا اختر ورته هیڅ معنی نه لري او وایي د اختر خوشحالۍ یې ژوند ته پیښې ستونزې او بې وزلۍ نه شي جبران کولای.

اته ویشت کلنه لیلما هغه میرمن ده؛ چې اته ماشومان ورله غاړې دي او د کابل د لسمې ناحیې اړوند د بي بي مهرو په سیمه کې ژوند کوي.

لیلما وايي، چې یو کاله مخکې مېړه مړ شوي.

دا وایي، وجدان یې نه مني چې په په بازار کې سوالګري او زیاتوي، چې د اتو ماشومانو د نفقې لپاره د خلکو او سوداګرو مرستو ته سترګې په لاره ده.

لیلما وايي، چې اختر ورته مفهوم نه لري او دې اختر ته یې د همدې بې وزلۍ له امله هیڅ چمتوالی نه دی نیولی:

"په تیرو کلونو کې به اختر ته خوشحاله وم او ښه به تېرېده اوس مې چې څه په توان کې نشته مجبوره یم چې تیر کړم؛ په دې اختر کې ما میوه نه ده اخستي ماشومان مې راته وايي چې؛ فلاني کلچې اخیستي، وچه میوه یې اخیستي موږ ته دا رقم بوټونه او کالي واخله، خو زه ورته وایم چې له کومه یې کړم."

لیلما پینځه لوڼې او درې زامن لري، چې مشره لور یې دیارلس کلنه ده او کشر زوی یې یو کلن دی؛ چې د میړه له مرګه وروسته پیدا شوی دی.

د لیلما مړ شوي خاوند هم تر ډیره په ژوند کې له اقتصادي ستونزو سره مخ و او ټول ژوند یې مچي توب یا د بوټونو د ګنډلو کار کاوه.

د لیلما د پلار کورنۍ هم یوه بیوزله کورنۍ ده او نه شي کولي چې، له نوموړې سره مرسته وکړي.

د لیلما مشره لور زحل وايي، چې د اختر لپاره نوی جامې نه لري او کله چې خپلې همزولي ګوري چې اختر په خوشحالي لمانځي نو هغه وخت سخته خواشینۍ کیږي:

"موږ د اختر لپاره هیڅ څه هم نه دی اخیستي ځکه چې پلار مې ژوندي نه دی؛ کله چې نور ماشومان ګورم چې د اختر په ورځ نوی جامې اغوندي نو سخته خواشیني کیږم."

په اخترونو کې هره کورنۍ هڅه کوي چې نوې جامې واخلي؛ وچه او تازه میوه برابره کړي او خپلو اولادونو ته د هغوی په خوښه هرڅه وپیري.

خو د لیلما بله ماشومه لور مرسل هم سږ کال په اختر کې خواشینی ده.

هغه وايي، چې د اختر تر ټولو لویه هیله یې نوې جامې دي، چې نه یې لري.

سره له دې چې هرڅوک کوښښ کوي چې؛ د اختر لپاره ډیر څه واخلي خو داسې کورنۍ هم شته چې د بیوزلۍ له امله خپلو اولادونو ته کالي هم نشي اخیستلی.

لیلما له ټول ملي سوداګرو نه غواړي څو ورسره مرسته وکړي:

"زه له شتمنو کسانو نه غواړم چې ماسره مرسته وکړي؛ ځکه چې ماشومان مې واړه دي او نفقې پیدا کولو نفر نه لرم شتمن کسان باید ماسره مرسته وکړي تر هغه چې ماشومان مې لویږي."

نوموړې زیاتوي چې ماشومان یې واړه دي او نشي کولي چې د خلکو په کورونو کې کار وکړي.

دا یوازې لیلما نه ده، چې د کور سرپرست یې له لاسه ورکړی او د بې وزلۍ له امله یې اختر ته چمتوالی نه دی نیولی؛ بلکه په کابل کې زرګونه نورې داسې کورنۍ هم شته؛ چې د اختر په ورځو کې له خوشحالۍ نه بې برخې دي او د خلکو د مرستو په تمه وي.

په کابل ښار کې يوشمېر بې وزله کورنۍ؛ کوچنى اختر يوازې او يوازې د هغو کسانو د خوښۍ ورځې بولي چې ژوند يې ښه دى.

سږکال کوچنى اختر په داسې حال کې راځي؛ چې د کابل ښار يوشمېر اوسېدونکي د کابل ښار په بازارونو کې د خوراکي توکو د بيې له لوړوالي سرټکوي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG