د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ماليزيا په اوکراین کې د خپلې غورځېدلې الوتکې په اړه غونډه کوي


ماليزيا غواړي د الوتکي د رالوېدلو ځای ته نيږدې د اوکراين او روسيه پلوه جلاغوښتونکو تر منځ اوربند کې مرسته وکړي.

يوه ماليزيايي چارواکي ویلي دي چې؛ د ماليزيا دولت د اوکراين او روسيه پلوه جلاغوښتونکو تر منځ د اوربند په هکله خبري وکړي.

دا اوربند به په ختيځ اوکراين کې له پلټونکو سره د ماليزيا د رالوېدلي الوتکي MH-17 د ټوټو په څارنه کې مرسته وکړي.

د جولای په ۱۷مه د ماليزيا د رالوېدلي الوتکې د څارنې ډلې مشر خېرالحلمي مختار برنامه خبري اژانس ته ويلي دي؛ چې د روسيه پلوه ياغيانو او اوکراين تر منځ اوربند به د الوتکې د رالوېدو د ځای په ۳۵ کلوميتره شعاع کې وي.

په اوکراين کې د اروپا د امنيت او همکارۍ ادارې د څارنې د ماموريت مشر الکسانډر هګ په دونیڅک کې خبريالانو ته ويلي دي؛ چې په سيمه کې حالات خراب دي او دی هيله من دی چې د څارونکيو ډله به نن د پيښې ځای ته ولاړه شي:

"په سيمه کې له خلکو سره له تماس نيولو وروسته موږ ته څرګنده شوه چې؛ هلته اوس هم جګړه روانه ده او موږ نه غواړو له خطر سره مخامخ شو. نو موږ نه غواړو چې يواځې د دې حقيقت د روښانه کولو لپاره هلته ولاړ شو."

د کيېف د ځواکونو او جلاغوښتونکو له خوا د پيښې له ځای سره شا او خوا د روغې جوړې غوښتنه ډېر مخکې شوې وو؛ خو جګړې دوام وموند.

اوکرايني ځواکونه له جلاغوښتونکو سره د الوتکې د رالوېدو له ځای سره نېژدې د ۱۵ څخه تر ۲۰ کلومتره فاصله کې په جګړه بوخت دي.

پلټونکي غواړي د الوتکي ټوټې وڅاري؛ تر څو وکولی شي څرګنده کړي چې؛ دا الوتکه څرنګه را لوېدلې وه.

لويديځ او اوکرايني چارواکي وايي چې؛ ياده شوې الوتکه د سخت دريځو له خوا له هغه وروسته چې؛ د اوکرايني نظامي الوتکې شک پر راغلی، په ميزايل وويشتل شوه.

د هالنډ صدر اعظم مارک روټ په هېګ کې خبريالانو ته ويلي دي؛ چې دی د الوتکې د رالوېدو ځای ته، چې د جلاغوښتونکو تر کنټرول لاندط ده؛ د نړيوالو ځواکونو د لېږلو سره موافق نه دی:

"دغه سيمه د جلاغوښتونکو جنګياليو تر کنترول لاندي ده چې ځينې يې د روسيې پولې ته نيژدې په درنو وسلو سمبال دي. زموږ په فکر، دې سيمې ته نړيوال ځواکونه استول او پوځي برلاسی تر لاسه کول؛ معقول کار نه دی. که فرضاً موږ هلته زيات شمېر پوځي قوتونه ځای پر ځای هم کړو، د پوځي برلاسي ټينګول ډېر عملي نه ښکاري."

پلټونکي غواړي، د پيښې له ځايه د خلکو پاته شوي اړوند شيان او د شا او خوا ۳۰۰ مړيو جسدونه تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG