د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

افغان پوځ او پولیسو ته د امریکا له خوا ورکړل شوې وسلې ورکې دي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص پلټونکي "جان سپکو" په یوه نوي راپور کې ویلي؛ د امریکا حکومت له ۲۰۰۴م کال راهیسې د افغانستان پوځ او پولیسو ته شاوخوا ۷ لکه میله وسلې ورکړې؛ خو پته یې نه لګیږي چې، دا وسلې چیرې دي.

جان سپکو وایي، افغانستان ته د امریکا او ایتلافي ځواکونو ورکړې وسلې؛ د غلا، ورکېدو او یا هم ناوړه ګټې اخیستنې له خطرونو سره مخامخ دي. دی وایي، موږ زیات اندیښمن یو چې، د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو اخیستل شوي وسلې ممکن د وسله والو لاس ته ورغلې وي او هغوی به ورباندې امریکایي او افغان عسکر او ملکیان وژني.

جان سپکو په خپل راپور کې وایی، د افغان ملي پوځ او پولیسو روزنه او تجهیز، افغانستان ته د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د پالیسۍ اصلي برخه ده؛ خو د پوځ او پولیسو د تجهیز لپاره مسولیتونه سم نه دي ټاکل شوي.

راپور وایي، افغان ځواکونو ته په ورکړل شویو وسلو کې څلور لکه او پنځه شپیته زره سپکې وسلې هم شاملې دي؛ خو دا شمېر سم نه دی او دا ځکه چې د امریکا د دفاع وزارت راپور د ډير اعتبار وړ نه دی.

جان سپکو وایي، د وسلو یا ټوپکو د شمېر په ستونزې سربیره، افغان پوځ ته په لومړي سر کې د هغوی له اړتیا زیات ټوپک، ماشینګڼې او توغندي ویشتونکي استول شوي وو. د مثال په ډول، افغانستان ته یوازې درې اتیا زره عصري AK-47 ټوپک ورکړل شوي وو.

د افغانستان د بیا رغاونې د چارو پلټونکی وایي؛ په ۲۰۱۰م کال کې د وضعه شوي قانون له مخې؛ د امریکا دفاع وزارت مکلف شو چې؛ افغانستان او پاکستان ته د ورکړیو وسلو معلومولو سیسټم جوړ کړي. ددې کار لپاره امریکا دوه ډاټا بیسه یا د معلوماتو راټولو سیسټمونه جوړ کړل، خو دا دوه سیسټمونه سره نه دي تړل شوي او په زرګونو میله وسله یا خو ورکه ده او یا یې هم په اړه څو ځلې غلط راپورونه ورکړل شوي دي.

د جان سپکو په راپور کې دغه راز ویل شوی؛ کله چې وسلې د افغان حکومت په واک کې ورکولې کیږي؛ مسوولیت نور هم خرابیږي. د بیلګې په ډول د افغانستان د ملي پولیسو په یوه وسله تون یا ډیپو کې د ځینو وسلو مسلسل نمبرونه په لاس لیکل شوي دي. دغه راز د ملي پوځ په مرکزي وسله تون کې د وسلو له یو پر لس څخه زیاته برخه ورکه ده.

د امریکا دفاع وزارت ویاند "جګړن براډلي افووټس" Bradlee Avots وایي؛ کله چې وسلې افغان حکومت ته رسیږي؛ هغوی لکه د نورو هیوادونو په څير چې د امریکا پوځي مرستې تر لاسه کوي، د ساتنې مسولیت لري.

دی وایي، پنټاګن په خپلو ډاټا بیسونو کي د وسلو معلومات یا لیستونه لري. د جګړن افوټس په وینا، د امریکا دفاع وزارت هڅه کوي؛ ډاډ حاصل کړي چې، افغانستان ته د نویو وسلو ورکولو مخکي، افغان حکومت د خپلو وسلو د موجودۍ لیستونه برابر کړي.

XS
SM
MD
LG