د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغانان سږنی اختر د هیلې او ویرې له ګډ احساس سره لمانځي


نن د کوچني اختر دویمه ورځ ده. سږني اخترافغانان په داسې حال کې لمانځي چې په دې هېواد کې د روژې میاشت د ولسي افغانانو لپاره یو له خونړیو میاشتو څخه وه او په بېلابېلو پېښو او جګړو په لسګونو کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول چې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېناستې.

سره له دې چې د کوچني اخترپه لومړۍ ورځ په افغانستان کې د کومې لویې امنیتې پېښې راپورنه دی ورکړل شوی، خو افغانان سږنی اختر د هیلې او ویرې له یوګډ احساس سره لمانځي.

له کابله ترخوست او پکتیکا او له بلخه ترهرات او هلمند پورې د اختر لومړۍ ورځ په افغانستان له نسبي امن سره تیره شوه.

امنیتي چارواکي په ټول افغانستان کې وايي، چې د اخترلپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولې او په لومړې ورځ یې د ناامنۍ له کومې جدې پېښې سره نه دي مخ شوي.

په شمال زون کې د پولیسو عمومي قومندان عبدالرحمن رحیمي وايي، چې د شمال په نهو ولایتونو کې یې د اختر په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیولې:

″د افغانستان د ملي پولیسو ځواکونه له نورو ادارو سره په ګډه ګمارل شوې دي چې د اخترپه ورځو کې په غوره توګه امنیت ټینګ کړي.″

په عین حال کې د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د هغې چاودنې مخه یې نیولې چې د اختر د لمانځه پرمهال د پلخمري په جامع جومات کې پلان شوې وه.

په خوست، پکتیا او پکتیکا کې هم د اختر لومړی ورځ په نسبي توګه په امن کې تیره شوه، دغلته خلکو د خوښیو په بیلابیلو بڼو د کوچني اختر هرکلی و. د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو په دې سیموکې د اختر له خوشالیو څخه په ګټې د وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو او د ارګون د پېښې د قربانیانو د کورنیو لپاره مرستې راټولې کړې.

خو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې چې په دې وروستیو کې د جګړو او ناامنیو شاهده ده د اختر په لومړی ورځ وضیعت بل ډول وو.

د ازادي راډیو خبریال چې د اختر په لومړۍ ورځ دې ولسوالۍ ته ورغلی وو وايي، سنګین داسې ښکاریده، لکه اخترچې نه وي ورغلی.

په سنګین کې یو کوچني چې پلارپه وروستیو جګړو کې وژل شوی او دوی له خپله کوره بې ځایه شوې ازادۍ راډیوته وویل:

″نوي کالي مې نه دي کړي. موږ له خپله کوره کډه شوې یوو. زموږ په ځای کې هره ورځ جنګ وي، اختر چېرې شته.″

د پکتیکا د ارګون له خونړۍ چاودنې وروسته د تیرې میاشتې د ناامنیو وروستۍ پېښه په غور ولایت کې د پنځلس ولسي افغانانو وژنه وه چې ګڼ افغانان یې وځورول.

ولسمشرحامد کرزي هم د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په هېواد کې روانو نا امنیوته په اشارې وویل، په وروستیو دوو میاشتو کې د حکومت د مخالفو وسلوالو بریدونه په تیرو څوارلسو کلونو د بل هر وخت په مقایسه زیات شوي وو.

نوموړي یوځل بیا له طالب مشرانو څخه وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي.

د کابل ښار د یو شمېرجوماتونو ملاامامانو هم د اختر د ورځې په خطبو کې د حکومت له وسلوالو مخالفانو څخه وغوښتل چې د سولې لاره دې خپله کړي.

XS
SM
MD
LG