د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

باس: ملي وحدت د کړکېچ د مخنیوي لپاره یو غوره سیاسي حل دی


د استرالیا د پوهنتون یو استاد وايي، د افغانستان د انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په موافقه کې امکان لري دواړه خواوې ګټونکې نه وي خو د کړکېچ د مخنیوي لپاره یو غوره سیاسي حل ګڼل کېږي.

سرین جای باس، Srinjouy Bose د استرالیا د پوهنتون استاد چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو پړاوونو انتخابات یې څارلي وايي، د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په توافق کې امکان لري دواړه خواوې ګټونکې نه وي خو د کړکېچ د مخنیوي لپاره یو غوره سیاسي حل ګڼل کېږي.

بدیل یې کېدای شي خطرناک وي او داسې استدلال هم کېدلای شي چې ډاکټرعبدالله به په دغه جوړجاړي کې نسبت ډیره ګټه کړي وي. د ازادۍ راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت به د افغانستان د راتلونکې لپاره خطرناک نه وي؟وايي:

″دا هغه څه دي چې ما او دما ملګري په خپلې وروستۍ مقاله کې څیړلي.

د دې لپاره چې غلط فهمي ونه شي زموږ مقصد دا دی که چېرې دواړه کاندیدان د ملي وحدت د یو ډول حکومت د جوړولو نیت لري نو باید یو شمېر مهم تشکېلاتي او قانوني مسایل ځکه په پام کې ونیول شي چې افغانستان بیا له ورته بحران سره مخامخ نه شي.

په هرصورت، د ملي وحدت حکومت یو قسمي حل دی چې اندیښنې په کې شته.

په پیل کې دا چې د دغسې یوحکومت په ابعادو او میکانیزم موافقه نه ده شوې.

دواړه کاندیدان د ملي وحدت له حکومته مختلف مفهوم اخلي.

ډاکټرعبدالله یې د واک ویش ګڼي خو ډاکټر اشرف غنی احمدزی یې یو ډول ایتلافي حکومت ګڼي چې؛ پستونه په کې د مقرراتو په اساس سپارل کېږي.″

جمهور رییس کرزي د ملي وحدت له حکومته چې په پای کې یې صدارتې نظام رامنځ ته شي راضي نه بریښي.

استاد Srinjouy Bose د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې کرزی د دغسې یو حکومت په هکله اندیښمن دی:

″هغه څه چې زه یي په یو څه ډاډ سره ویلای سم دا دي چې د ملي وحدت حکومت کېدای شي له طالبانو سره د خبرو چندان هرکلی ونه کړي.

د عبدالله ایتلاف کېدای شي دغه ډول خبرې ونه مني.

نو د جمهوررییس ټول هغه زیارونه به ضایع شي چې له طالبانو سره یې دروغې لپاره ترسره کړي.

دا هم څرګنده ده چې جمهوررییس کرزی یو پیاوړي دولت چې جمهور رییس په کې د واک امتیازات ولري او په عین حال کې د دولت او یا حکومت مشرله محلي مشرانو سره په تصامیمو کې مشوره وکړي غوره ګڼي.

هغه واقعا په دی باوردی چې؛ دغه ډول ترکېب د افغانستان لپاره ترټولو غوره دی او د واکمني لویدیځ ډولونه د هېواد لپاره چندان مناسب نه ګني.″

د استرالیا د پوهنتون استاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا جمهور رییس کرزی اماده دی چې واک د دواړو کاندیدانو څخه یوه ته وسپاري؟ وايي:

″هغه اماده دی چې خپل غوره کاندید ته چې اشرف غنی احمدزی دی واک وسپاري.

جمهوررییس کرزی شاید فکر وکړي چې که ډاکټراشرف غني احمدزی په واک کې وي نو ځیني هغه پلوي شبکې چې خپله یې په تیرو دیارلسو کلونو کې روزلي خوندي به پاته شي.

د استرالیا د پوهنتون استاد Srinjouy Bose چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو مرحلو انتخابات یې څارلي وايي، کورنۍ جګړه، د طالبانو ستنیدل او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د نفوذ پراختیا به د هېواد لپاره له ټولو ناوړه سینیاریو وي خو هیله څرګندوي چې دواړه کاندیدان به د دغسې یو وضعیت ستنیدو ته اجازه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG