د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسیدلې


د ننګرهار د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د سې شنبې په سهار شاوخوا څلور بجو، په سلګونو طالبانو د دې ولسوالۍ پرټولو امنيتي پوستو بریدونه پيل کړل، چې د دوی ځواکونو له خوا يي سخت مقاومت وشو او جګړې تر غرمې پورې دوام وکړ.

ولسوال عبدالخالق معروف وايي، په دې جګړه کې، چې شاوخوا پنځلس ساعته يي دوام وکړ له اتیا څخه تر سلو پورې وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او څوارلس تنه امنيتي سرتیرو ته.

دارنګه نوموړی وايي، له ډيرو سیمو څخه يې وسله وال شاتګ ته اړ کړل، ولې په ځينو سیمو کې د وسله والو طالبانو تهدید پاتې دی:

"جګړه اوس پای ته رسیدلې په ځينو سیمو کې یو څه تهدید موجود دی، خو دومره نه دی، وسله وال په شا لاړل، په دې نښته کې له اتیاو څخه نیولې ترسلو پورې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او شپږ تنه زموږ د پرسونل نه وژل شوي او اته زخمیان دي،چې ننګرهار ته مو انتقال کړل "

نوموړی واي دوی کومې ستونزې سره مخ نه دي وسلې او مهمات ورسیدلي او پرسونل به هم ورورسیږي.

ولسوال عبدالخالق معروف وايي ده د خپل پرسونل او د یو شمېر سیمه ييزو خلکو،چې دده د قبیلې پورې تړاو لري د شاوخوا یو نیم زر وسله والو د برید ځواب ورکړ:

"ما په خپلو پرسونلو دا کار کړی او زما عزیزان هم راسره و،د هغوی په کمک هم ما ددې یو نیم زر وسله وال ځواب ویلي دی"

په ورته وخت کې د حصارک قومي مخور حاجي محمد نبي ازادۍ راډيو ته وویل،چې په دې جګړه کې څلور تنه عام خلک هم وژل شوي،چې دوه په کې ماشومان دی،نوموړی وايي د نورو ملکي تلفات په اړه معلومات ځکه نشته،چې خلک د ویرې له امله له کورونو څخه نشي راوتلای او یو د بل له حا څخه خبر نه دي.

وسله والو طالبانو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې دیادې درنې جګړې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په وار وار وسله وال د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي وو،خو د ولسوالۍ د مسولینو په خبره داځل د وسله والو تعداد له پخوا څخه څو برابره زیات وو.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

پخواني:

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې دطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

د ننګرهار د حصارک ولسوال حاجی عبدالخالق معروف ازادۍ راډيو ته ویلي،نن سهار وختي شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د حصارک په مرکزي سيمو کې پر ټولو امنيتي پوستو حمله کړې او جګړه پیل شوې،چې تر اوسه پورې روانه ده.

ولسوال وايي امنيتي ځواکونو هم پر طالبانو پراخ بریدونه پيل کړي او تر دې دمه په لسګونو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسوال وايي امنيتي ځواکونو ته به هم ځینې تلفات اوښتي وي،خو په خبره يې تر اوسه دقیق نه دی معلوم، ځکه دی هم خپل په جګړه کې بوخت دی.

بلخوا د سیمې یو تن قومي مخور حاجي محمد نبي ازادۍ راډيو ته ویلي،چې په دې جګړه کې څلور تنه عام خلک هم وژل شوي،چې دوه تنه ماشومان دي.

وسله والو طالبانو د حصارک جګړې په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG