د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

اروپايي اتحادیه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي


په پام کې ده چې اروپایي اتحادیه نن پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

ویل کیږي چې نوي بندیزونه د روسیې د سترو بانکونو فعالیتونه محدود کړي.

اروپایي اتحادیه پر روسیي دغه نوي بندیزونه په اوکراین کې د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو څخه د دې هېواد د ملاتړ په خاطر لګوي.

اروپایي اتحادیه به نن پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي. دغه بندیزونه د روسیې مالي، انرژۍ او دفاعي سکتورونه په نښه کوي.

د اروپایي اتحادیې د ټولو غړیو هېوادونو سفیران به په بروکسل کې په غونډه کې دغه نوي بندیزونه تصویب کړي چې په کې د اروپا مارکیټونو ته د روسي بانکونو پرلاس رسي، د دې هېواد د انرژۍ له سکتور سره پر معاملاتو محدودیتونه او پر وسلو او هغو موادو چې د دو اهدافو لپاره کارول کیدای شي، بندیزونه شامل دي.

د اروپایي اتحادیې د سرچینو له مخې دغه راز دا اتحادیه په پام کې لري چې د بندیزونو په هغه فهرست کې د اتو نورو افرادو او درې شرکتونو نومونه ور زیات کړي چې د اوکراین په شخړو کې په لاس لرلو تورن دي.

دغه نومونه به وروسته له هغې چې د اروپایي اتحادیې په رسمي اسنادو کې ثبت شي، د چهارشنبې په ورځ په ډاګه شي.

امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه نوي بندیزونه به د روسیې د سیبیربانک او وي ټي بي بانک په ګډون د ستروبانکونو فعالیتونه محدود کړي.

د راپورله مخې دغه نوي اقدامات د هغه پلان یوه برخه ده چې هدف یې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین د فشارونو زیاتول دي.

پوتین د امریکا متحده ایالاتو او اروپایې اتحادیې تورن کړی چې د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ته روزنه، خلک او وسلې ورکوي.

روسیه یاغیانو ته د وسلو له ورکولو انکار کوي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال توني بلینکین د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل، چې اروپایي اتحادیه باید پر روسیې سخت بندیزونه ولګوي:

″موږ تمه کوو، چې اروپایي اتحادیه روانه اونۍ د روسیې د اقتصاد د اساسي سکتورونو په ګډون د دې هېواد په وړاندې د پام وړ نور اقدامات وکړي.

د امریکا متحده ایالات به هم په خپل وار او له اروپا سره په بشپړه هماهنګی نور اقدمات عملي کړي.″

پر روسیې د دغو نویو بندیزونو لګولو غوښتنه وروسته له هغې زیاته شوه چې د مالیزیا د هوایي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه د جولای په اولسمه د اوکراین په ختیځ دونتڅک کې راوغورځیده.

لویدیځ روسي پلوه بیلتون غوښتونکي د دغې الوتکې پرویشتلو او نسکورولو تورنوي او روسیه هم په دې خاطرملامتوي چې دغو وسله والو ته یې داسې وسلې او تجهیزات ورکړي چې کولای شي دغسې یو کار وکړي.

روسیه او بیلتون غوښتونکي وسله وال بیا د دغې الوتکې د راغورځیدو ملامتي د اوکراین پرحکومت اچوي.

تیره اونۍ هم اروپایي اتحادیې په تورلست کې د ۱۵ نورو افرادو او اتلسو شرکتونو او ادارو نومونه زیات کړي و.

په دغه لست کې د هغو روسانو او کمپنیو نومونه شامل دي چې د اوکراین په ختیځ کې له وسله وال پاڅون سره اړیکی پالي.

XS
SM
MD
LG