د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

دانش: د حصارک په نښته کې له 50 څخه ډير وسله وال وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې له 50 څخه ډير وسله وال وژل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل، چې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسیدلې او ملکي خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي وویل، چې سلګونو وسله والو نن سهار وختي د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ پرامنيتي پوستو حمله کړې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې، چې د ننګرهارپه حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له پای ته رسیدلو وروسته تصفیوي عملیات پیل شوې دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې څو ساعته نښته کې له پنځوسو څخه ډير وسله وال وژل شوي او تر 70 ډير نور ټپیان دي:

″خوشبختانه د افغان امنیتي ځواکونو په هڅو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې حمله پای ته رسیدلې او اوس مهال په سیمه کې د ترورستانو د لمنځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات پیل شوې دي،درانه تلفات هم دښمن ته اوښتي، له پنځوسو څخه ډير وسله وال وژل شوي او تر او 70 ډير ټپیان دي یو شمیر وسلې او مهمات هم افغان امنیتي ځواکونو تر لاسه کړې دي.″

نوموړي وویل، چې نن سهار وختي شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د حصارک په مرکزي سيمو کې پر ټولو امنيتي پوستو حمله کړې وه چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه پیل شوه.

ښاغلي دانش وویل، چې په دې نښته کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو شپږتنه پولیس د تصفیوي عملیاتو پرمهال وژل شوې دي.

خو تردې مخکي د سیمې یو تن قومي مخور حاجي محمد نبي ازادۍ راډيو ته ویلي،چې په دې جګړه کې څلور تنه عام خلک هم وژل شوي،چې دوه تنه ماشومان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايې چې په وژل شویو وسله والو کې یو شمیر پاکستاني وګړي هم شامل دي.

دوي وايې چې ممکن دا حمله هم دپاکستان د استخباراتي شبکې لخوا پلان شوې وي.

وسله والو طالبانو د حصارک جګړې په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکي هم په هلمند، کندهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو له لوري ډلیزې حملې ترسره شوي چې تر ډيره يې مسوول د پاکستان استخباراتي شبکه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG