د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

د افغانستان په انتخاباتو کې د امریکا رول


د نيوز وايس خپرونې يوه مقاله، چې د افغانستان د انتخاباتو او په دې انتخاباتو کې د امريکا د رول په هلکه ده، خپره کړې ده.

نيوز وايس په خپله یوه مقاله کې ليکلي دي چې وروستيو پېښو ته په کتو سره داسي څرګنده شوه چې افغانانو د امريکا ډموکراسي نه ده خپله کړې.

د نيوز وايس په وينا، دا واضح ده چې؛ د رايو د تفتيش وروسته به د ولسمشر د دندې لپاره ګټونکی او بايلونکی کانديد څرګند شي. خو دا واضح نه ده چې، ګټونکی کانديد به څومره قدرت لري او بايلونکی کانديد به په نوي دولت کې څه رول لري.

نيوز وايس ليکي، د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کري په منځګړيتوب چې پر کوم پلان موافقه وشوه؛ د هغه له مخې به د افغانستان راتلونکی ولسمشر هغومره قدرت لکه جمهور ریيس کرزي چې درلود؛ نه لري.

د دې مقالې د ليکونکي په وينا، تر اوسه د ولسمشر کرزي صلاحيتونه د يو ډول استبدادي مديريت بڼه لرله. خو په راتلونکي کې به جمهور ريیس به خپل صلاحيتونه صدر اعظم ته ورته له يوې بلې دندې چې اجرائيوي رياست دی، سره ويشي.

د نېوز وايس په وينا، دا کار کېدای شي د ولسمشر کرزي د قدرت د ځينو برخو او صلاحيتونو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي. که څه هم دا د هغه طرحه نه ده او دغه روغه جوړه په ښکاره د امریکا له خوا پر مخ وړل شوی وه.

نيوز وايس وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې چې په ۲۰۰۴م کال کې د جورج ډبليو بوش د حکومت په مرسته تصويب شو؛ ولسمشر ته دومره صلاحيت او قدرت ورکول شوی دی، چې حتی د هغه وخت د جمهور ریيس مرستيال ډيک چېني لا ورته حيران وو.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون د دې هیواد ولسمشر ته دومره صلاحيت ورکوي چې؛ د امريکا اساسي قانون يې د هغه هيواد ولسمشر ته نه ورکوي. د خپرونې په وينا، دا کار ځکه وشو، چې امريکا وکولی شي د ولسمشر له لارې افغانستان کنترول کړي. مقاله زياتوي چې دا پلان تر هغه وخته ګټور و؛ چې ولسمشر کرزي د نرمښت دريځ خپل کړی و.

د نيوز وايس خپرونه ليکي چې، د ۲۰۰۹م کال په انتخاباتو کې هر څه بدل شول. د ولسمشر کرزي په دولت کې د اداري فساد د شتون له کبله نور امکان نه وو چې؛ له دې ستونزو څخه سترګې پټې شوي وای او امريکا پرېکړه وکړه چې، جمهور ریيس کرزی دې نور بايد ولاړ شي.

د ۲۰۰۹م کال په انتخاباتو کې له هغه وروسته چې د عبدالله عبدالله د کاميابولو هڅې ناکامې شوې؛ د حامد کرزي او امريکا تر منځ اړيکې د بيرته نه جوړېدو تر بريده خرابې شوې.

اوس ۲۰۱۴م کال دی او امريکا يو ځل بيا د افغانستان په انتخاباتو کې خپل مرکزي رول لوبوي. مقاله زياتوي چې، افغانان د دواړو کانديدانو تر منځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په مرسته د شوې موافقې په اهميت پوه دي؛ خو پر راتلونکي ولسمشر د امريکا د نفوذ په هکله اندېښمن دي.

نيوز وايس وايي، په ځانګړې توګه افغان ځوانان په دې ډاډمن نه دي چې؛ ايا راتلونکی دولت به د جمهور ريیس کرزي تر دولت لږ فاسد وي او کنه.

XS
SM
MD
LG