د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

د امريکا د استازو جرګې د "بو برګډال" په اړه د اوباما پریکړه غندلې


د امريکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کميټې د اوباما له خوا د امریکايي پوځي بو برګډال په بدل کې د پنځو طالبانو خوشې کول غندلي دي.

بو برګډال پنځه کاله په افغانستان کې د طالبانوله خوا برمته شوی وو او له طالبانو سره د جوړجاړي وروسته، امريکا دی د پنځو طالبانو په بدل کې را خلاص کړ.

د امريکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کميټې غړيو پرون د دغه هېواد د ولسمشرباراک اوباما دا پرېکړه، چې په پايله کې يې پنځه طالبان له ګوانتانامو له زندانه د امريکايي پوځي بو برګډال په بدل کې خوشې کړل شول، په خپلو رايو وغندله.

د اسوشيېټډ پريس په وينا، د ۲۰۰۹م کال د جون په ۳۰مه بو برګډال په پکتيکا ولایت کې له خپلې پوځي پستې څخه ورک شو. د ده په بدل کې امريکا پنځه طالبان خوشي کړل.

د اسوشيېټډ پریس خبري اژانس وايي، د جمهوري غوښتونکو په مشرتابه د پوځي خدماتو کميټې له رايو وروسته يو پرېکړه ليک تصويب کړ، چې وايي تبادله ښه کار نه وو.

د دوی په وينا اوباما د دغې تبادلې په هکله کانګريس ۳۰ ورځې مخکې نه وو خبر کړی، چې د قانون له مخې ده بايد دا کار کړی وای.

رايې ۳۴-۲۵ وې. له دې جمهوري غوښتونکو سره د بو برګډال په بدل کې د پنځو طالبانو د خوشې کولو پرخلاف په رايې ورکونکو کې دوه د اوباما د خپل ډموکراټ ګوند غړي هم شامل دي.

دا دوه کسان د هواي ايالت استازې تلسي ګبارډ او د شمالي کېرولاينا استازی مايک مکلينټير دي.

د دواړو ګوندونو له خوا دغه پرېکړه ليک چې اجرايوي بڼه نه لري د پنځو خوشي کړل شويو طالبانو له خوا د امريکا ملي امنيت ته د خطر او له ترهګرو سره د خبرو پايلو په هکله اندېښنې ښيي.

دغه پنځه طالبان ترلسوکالو زياته موده په کيوبا کې د ګوانتانامو بې په زندان کې بندي ول. خو دوی د دې خبرې په هکله هوسايي وښودله چې بو برګډال په ښه توګه بيرته امريکا ته ولاړ.

د اسوشيېټډ پريس په وينا، د امريکا د استازو يو جرګه به د روان کال په مني کې د منځپړاوه ټاکنو له ترسره کېدو څو اونۍ مخکې د دغه پرېکړه ليک په اړه غور کوي.

د اوباما اداره د برګډال په بدل کې د پنځو طالبانو د خوشي کولو وروسته له سخت انتقاد سره مخامخ شو.

دا انتقاد په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړيو له خوا وو. د دوی په وينا بو برګډال پخپله تښتېدلی وو او امريکا د ده د راخوشي کولو لپاره ډېر امتيازات له لاسه ورکړل. ځينو وکيلانو د امریکا د استخباراتي ادارې د خبرې په تائيد کې ويلي دي چې دغه لوړپوړي طالبان چارواکي په افغانستان کې بيرته جګړې ته مخه کولی شي.

XS
SM
MD
LG