د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

بدلون او دوام:د حشمت کرزي عاملین دې د قانون منګلو ته وسپارل شي


د جمهوري ریاست د کاندید اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټيم له افغان حکومته غواړي چې د دوی د کمپاین مسؤل حشمت خلیل کرزي عاملین باید د قانون منګلو ته وسپاري.

د دې ټيم ویاند د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د دې حملې په غندلو سره وویل، چې د پیښې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د خلیل کرزي د وژل کیدو په اړه تحقیقات جریان لري.

د ولسمشرحامد کرزي د تره زوی او ولسمشرۍ ته د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړحشمت خلیل کرزی د اختر پر دویمه د سې شنبې پر ورځ په کندهار کې وژل شوی.

په دې اړه تفصیل د ناجيې ساپۍ په ریپوټ کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG