د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

سنچارکي: لا هم د رایو د باطلیدو د لایحې په اړه موافقه نه ده شوې


د اصلاحاتو او همپالنې ټیم چارواکي وایې، ترڅو چې د رایو د باطلیدو د لایحې په اړه هراړخیزه موافقه ونه شي د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د ټولو رایو بیا څیړنې پروسه به نه پیلیږي.

په ورته وخت کې د تحول او تداوم د ټیم چارواکي وایې، چې دوی د رایو د تفتیش دریدلی حالت د ملت په ګټه نه بولي او هیله لري چې د وضع شوو قوانینو سره سم دا بهیر ژر پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې رایو د څیړنې بهیر د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ځیني ملاحظاتو له امله د اختر تر څلورمې ورځې دروي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو د دویم دورانتخاباتو د رایو پاڼو د تفتیش د اودریدو څخه پنځه ورځې تیریږي خو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ګواښ کوي چې د دوی د ملاحظاتو د عملي کیدو پرته د رایو د بیا څیړنې پروسې دوام د انتخاباتو د شفافیات په اړه د دوی ډاډ نه شي حاصلولای.

د دې ټیم ویاند محمد فاضل سانچارکي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل له دې سره چې اصلاحاتو او همپالنې ټیم د رایو د باطلیدو د لایحې په اړه د ملګرو ملتونو له استازو سره په خبرو بوخت دي خو تراوسه په دې اړه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي:

″د رایو د باطلیدو د لایحې په اړه تراوسه کومه اصولي موافقه نه ده شوې او موږ د هغې په اړه یوه سلسله جدي ملاحظات لرو.

موږ د ملګرو ملتونو سره په دې اړه په خبرو بوخت یوترچو دا ملاحظات ونه منل شي لیرې ده چې موږ دې په شفافو انتخاباتو اطمینان حاصل کړو.

موږ په دې باور یو ترهغې چې دا موضع حل نه شي د رايو د بیا څیړنې دوام دا مشکل نه حلوي.″

ښاغلي سانچارکي وویل، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په دویم دورانتخاباتو کې د انتخاباتي حوزو ترمنځ د رایو د زیات فرق د جدي پلټنې برسیره د هغو صندوقونو د رایو د باطلیدو غوښتنه لري چې ترشپږ سوه ډیرې کارول شوي رایې لري.

له دې وړاندې یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو د معاونت دفتر ویلي وه، چې له دواړو ټیمونو یې موافقه اخیستي چې د رايو بیا څیړنه به ددې سازمان د منل شویو معیارونو په اساس کیږي.

د ملګرو ملتونو لهخوا د شپاړسو وړاندې شوو معیارونو له مخې چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو لخوا هم منل شوي راغلي که په کوم صندوق کې ۹۳ ٪ رایې د یوه کاندید په ګټه کارول شوي وی باطلې ګڼل کیږي.

په همدې ډول په کومو محلونو کې چې دښځو وڼده تر سړیو ډیره وي اعتبار نلري.

په ورته وخت کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم چارواکي وایې چې دوی د ملګرو ملتونو لخوا وړاندې شوي معیارونه منلي او حاضر دي چې د وضع شوو قوانینو له مخې د رایو د بیا څیړنې درول شوي پروسه زر پیل شي.

د دې ټيم غړي محمد دواد سلطانزوی د بدلون او دوام ټیم د نوي وړاندیزونو په اړه ازادۍ راډيو ته وویل، چې دوی نه شي کولای د اصلاحاتو او همپالنې ټیم هرې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایې:

″دا کومه منډیی نه ده چې نرخ دې هره ورځ بدل شي، د انتخاباتي لانجې د حل لپاره ملګرو ملتونو یوه طرحه وړاندې کړي چې یوه نیمه میاشت پری کار شوی نو مونږ نشو کولای چې هره ورځ لاړ شو نوي وړاندیزونه واورو او بیا یې ومنو.

دا چې دوی هره ورځ قانون ته تغیر ورکوي دا بیل بحث ده او مونږ پدې خبرې نکوو خو څه چې وضع شوي هغه موږ منلي دي.″

له دې وړاندې د دواړو انتخاباتي ټیمونو مشرانو په خپلو مخامخ ناستو کې پریکړه کړي چې د رایو بیا څیړنه به د ملګرو ملتونو له خوا د وړاندې شويو معیارونو له مخې سرته رسیږي.

خو وروسته له دې چې د روانې اونی په پیل کې د رایو د تفتیش پروسه د دریم ځل لپاره ودرول شوه د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمیسیون ریس وویل، ترهغې چې د دواړو کاندیدانو له خوا د ملګروملتونو په منځګړیتو شوی پریکړه لیک لاسلیک نه کړي د رایو بیا څیړنه به نه پیلوي.

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیونه هم وپوښتو، چې ایا سبا د رایو بیا څیړنه پیلیږي کنه خو د بیا بیا تماس سره هم څوک حاضر نه شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو څخه څارونکي ادارې د انتخاباتي ټیمونو تر منځ د نظر اختلاف د اندیښنې وړ بولي او وایې چې ددې اختلافاتو دوام کولای شي د رایو څیړنې د پروسې شفافیت هم له ګواښ سره مخامخ کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د څآر ادراې یا ایوا مشر جانداد سپین غر د ازادی راډيو سره په خبرو کې د انتخاباتود خپلواک کمیسیونه وغوښتل، چې د وضع شوو قوانینو له مخې خپل کار په مستقلانه توګه سرته ورسوي اوپه دې اړه د هر تیم فرمایشات جدي ونه نیسي.

ښاغلي سپین غر له انتخاباتي ټیمونو وغوښتل چې په افغانستان کې د ډیموکراټیکې پروسې د تقویت په خاطر د بې ځایه بهانو څخه لاس واخلي.

د راپورنو له مخې د دویم دورانتخاباتو د ټولو سل فیصده رایو بیا څیړنه د جولای د میاشتې په اوولسمه نیټه پیل شوي.

خو د دواړو ټیمونو تر منځ د پیدا کیدونکو اختلافاتو له امله دا پروسه تراوسه درې ځله درول شوي ده.

د یادونې وړده چې د رایو د تفتیش د پیل کیدو په ورځ د افغانستان د انتخباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې دا پروسه به تر دری اونیو بشپړه شي خو د دې پروسې بار بار اودریدو افغانان اندیښمن کړي او وایي، چې کیدای شي دا پروسه څو اونۍ اضافه وخت ونیسي.

یوسف خان ځدراڼ د دواړو ټیمونو له استازو سره غږیدلی او په اړه یې راپور اوروي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG