د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

وزیرستانیانو د افغان حکومت نه د پخوا په شان حقوق وغوښتل


نجیب الله الوخېل

د اختر په دریمه ورځ سلګونه وزیرستانیو مشرانو او خلکو د افغان حکومت نه وغوښتل، چې هغه حقوق او امتیازات دې ورته یو ځل بیا په پام کې ونیول شي، کوم چې د محمدظاهر خان د شاهي حکومت پرمهال قبایلي خلکو او مشرانو ته په منظم ډول ورکول کېدل.

همدارنګه وزیرستانیو مشرانو پر نړیواله ټولنه هم غږ وکړ، چې د افغان حکومت سره مرستې وکړي، تر څو افغان حکومت د نړیوالو د مرستو د لارې د کډوالو شته ستونزې هوارې کړي.

وزیرستاني مشران، چې د خوست د میلمستون په ودانۍ کې راغونډ شوي ول، د اختر دریمه ورځ یې د خوست د چارواکو او ځايي مشرانو سره یوځای ونمانځله او د یوې غونډې د لارې يې د پخوانیو حقوقو او امتیازاتو د غوښتنې سربیره، خپلې شته ستونزې او غوښتنې يې هم ځايي چارواکو سره شریکې کړې.

د حاجې مزاالدین وزیر په نوم یو تن مشر وویل، د قبایلو هغه حقوق او امیتازات له منځه تللي دي، چې پخوا د شاهي نظام له خوا د دوې خلکو او مشرانو ته ورکول کېدل:

"د محمدظاهرشاه د وخت نه دې خلکو دفترونه هم درلودل او حقوق يې هم درلودل، زما یقین دی که دفتر وي هم، خو حقوق يې لغوه شوي دي، یا مکمل ختم شوي دي، زما دا عرض دی د محترم والي صیب نه، چې دی په خپله د مشرانو افسرانو سره دا خبره شریکه کړي، چې موږ ته خپل دفتر خلاص کړي او خپل حقوق راته ورسوي."

مولوي سمیع الله وزیر د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر مهمې ستونزې داسې په ډاګه کړې:

"دې خلکو سره چې تعاون شي، نو په دریو برخو کې دې ورسره وشي، د ځای او سرپناه ترتیب دې ورته ونیول شي، د دوی د خوراک او څښاک انتظام دې ورته وشي، دې سره جوخت دې د دواء درملو غم وخوړل شي، دې سره د کپړې او پشه خانې ترتیب ونیول شي، دا خلک دومره په تکلیف دی، چې یو کورته پنځه کورونه راغلي دي."

قومي مشر حاجي محمدامیر وویل، چې د خوست عوامو ورسره په ټولو برخو کې زیاتې مرستې وکړې، چې دوی يې قدرداني کوي، خو پر نړیوالې ټولنې يې هم غږ وکړ، چې افغان حکومت سره همکاري وکړي، تر څو افغان حکومت د نړیوالو د مرستو د لارې د وزیرستانیو کډوالو ستونزې هوارې کړي.

مولوي خان دراز داوړ هم په خپلو خبرو کې وزیرستاینو ماشومانو او تنکیو زلمیانو ته د زده کړو د پاره د یوې لیسې د پرانیستلو او د دوی د مهمو ستونزو د هوارولو د پاره د وزیرو او دواړو څخه د یوې قوي شورا د جوړولو غوښتنه وکړه،تر څو یاده شورا د حکومت او کډوالو تر منځ د مسلو پر سر یو بل سره ناستې ولري:

خوست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې کډوالو ته ډاډ ورکړ، چې افغان ولسمشر او د افغان حکومت کابینه همدارنګه ټول افغاني ولس د دوی په درد او کړاو کې شریک دي او دوی سره همدردي او خواخوږي لري، نوموړي د کډوالو وغوښتل، چې خپلې لیکې د اوس په شان د ورانکارو د شتونه پاکې وساتي او په جرئت دې خپلې لويې او وړې ستونزې د دوی سره شریکې کړي، تر څو د دې لارې په ګډه د هر ډول ستونزو او مشکلاتو ته حل لارې راوباسي.

یاده دې وي، چې د دوو میاشتو راهیسې خواوشا یو نیم لک وزیرستاني کډوال په خوست کې میشت دي، چې ورسره وخت په وخت د یاد ولایت په مختلفو سیمو کې د ځايي ادارې او نړیوالو مرستندویه موسساتو له خوا د خوراک، پوښاک، خیمو او نورو غیر خوراکي توکو مرستې شوي دي.

XS
SM
MD
LG