د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

اسرايیل خپل ۱۶۰۰۰ نور احتياطي پوځيان راغواړي


د اسرايیل پوځ ويلي دي چې دوی خپل ۱۶۰۰۰ نوراحتياطي پوځيان راغواړي.

د دوی دا اقدام به پرغزه د اسرايیل ۲۳ ورځنی بريد ته دوام ورکړي.

حماس ويلي دي چې ترهغه وخته به خپلو حملو ته دوام ورکړي چې اسرايیل د اوو کالو راهيسي د غزې محاصره نه وي ختمه کړې.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس په وينا، د اسرايیل له خوا د نورو ۱۶۰۰۰ احتياطي پوځيانو راغوښتلو خبره د يوې خونړۍ ورځې وروسته وشوه چې؛ ۱۱۶ فلسطينيان او درې اسرايیلي پوځيان ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند لپاره ډپلوماټيکې هلې ځلې ناکامه شوې.

په دغه جګړه کې تراوسه تر۱۳۶۰ زيات فلسطينيان چې زيات شمېريې ملکي کسان وو، وژل شوي دي. د دې ترڅنګ د غزې لويه برخه ويجاړه شوې ده.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، په دې عملیاتو کې د اسرايیل ۵۶ پوځيان او ۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

دا تلفات د فلسطين له خوا د اسرايیل په لورد سلګونو ويشتل شويو توغنديو په پايله کې شوي دي.

حماس د يوه تونل له لارې هم په اسرايیل کې دننه حملې کړي دي.

اسرايیل د غزه په جګړه کې ۸۶۰۰۰ احتياطي سرتيري راغوښتي دي.

اسرايیل دغه عمليات د جولای د مياشتې په ۸مه د حماس او نورو جنګياليو ډلو له خوا ويشتل شويو راکټونو د مخ نيوي لپاره پيل کړل.

اسرايیل په دې جګړه کې لومړی له هوايي بريدونو څخه کار اخيست خو وروسته يې د جولای په ۱۷مه مځکني عمليات هم پيل کړل.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، اسرايیل ويلي دي چې د حماس له خوا جوړ کړل شوي ۳۲ تونلونه يې پيدا کړي دي چې له دې لارې به جنګيالیو د اسرايیل په خاوره کې حملې کولې. اسرايیل زياته کړې ده چې زيات شمېر تونلونه يې له منځه وړي دي او پاتې به يې هم له منځه يوسي.

اسرايیل ويلي دي چې د اوربند منلو شرط يې د حماس بې وسلې کول دی.

خو حماس ويلي دي چې يوازې به هغه وخت خپلو حملو ته د پای ټکې کيږدي چې اسرايیل د غزې محاصره لري کړي.

XS
SM
MD
LG