د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

دانش: د ناامنیو یوعمده علت دا دی، چې طالبان غواړي ځینې سیمې ونیسي


افغان چارواکي وایي، د انتخاباتو په بهیرکې ځنډ، په پاکستان کې د دیني مدرسو تړل کیدل او د ځینو سیمو د نیولو لپاره د طالبانو ډله ییزې هڅې د وروستیو ناامنیو عمده لاملونه دي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د وسله والو مخالفینو وروستۍ حملې د پاکستان د استخباراتو په اشاره د افغانستان د ناامنه کولو په خاطر شوي دي.

د پوځي چارو یو شمېرافغان کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان په وروستیو امنیتي پیښو کې ایران او پاکستان ښکیل دي او دوی نه غواړي چې په افغانستان کې یو پیاوړی نظام جوړ شي.

په افغانستان کې د امنیتي پیښو او د بهرنیو جنګیالیو د ډیریدو په اړه د ولسمشرحامد کرزي له اندیښنې سره سم امنیتي چارواکي وایي، چې وروستۍ ناامنۍ او د ملکي خلکو پرله پسې وژل بېلابېل عوامل لري.

د افغانستان د کورینو چارو وزارت چارواکي په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو وروستیو ډله ییزو حملو ته په اشارې مني چې په هېواد کې تربل هروخته وسله والې حملې ډیرې شوي دي.

د دې وزرات د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل چې، د ناامنیو یو عمده علت دادی، چې طالبان غواړي ځینې سیمې ونیسي:

″دا چې په دې وروستیو کې حملې ډيرې شوي دي څو موضوعګاني دي، چې یوه یې په پاکستان کې د دیني مدرسو بندیدل دي، د کال غوره فصل چې د جنګ لپاره ښه انتخاب دی او دښمن ترې استفاده کوي بله موضوع په وزیرستان کې جنګ او د انتخاباتي پروسې اوږدیدل دي چې دا هم خپله اغیزه لري.

د دښمن نظر دا وه چې د خیبر د عملیاتو په اعلان سره په ۱۳۹۳میلادي کال کې ځینې ولسوالۍ او ان ولایتونه ونیسي.″

ښاغلی دانش وویل، چې وسله وال مخالفین د بهرنیو تروریستانو په همکاری په افغانستان کې حملې کوي او تراوسه په خپل پلان کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهورریس حامد کرزي د اختر د لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وویل، چې بهرني جنګیالي په زیاته اندازه افغانستان ته راغلي، په افغانانو حملې کوي او غواړي چې د هېواد ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.

په دې وروستیو کې په هلمند، ننګرهار، کندهار او یو شمېرنورو سیمو کې طالبانو ډله ییزې حملې وکړې او دغه راز په لوګر، پکتیکا او غور کې لسګونه کسان په مرموز ډول ووژل شول، چې مسولیت یې هم چا په غاړه نه دی اخیستی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي په ملکي خلکو بریدونه هم د وسله والو مخالفینو تروریستي فعالیتونه ګڼي او وایې چې په خلکو کې د بدنامه کیدو له امله دا ډله د داسې بریدونو مسولیت نه قبلوي.

د دفاع وزرت د ویاند مرستیال دولت وزیري په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:

″د دې لپاره چې د خلکو ذهنونه مشوش شي او خلک له حکومته خفه شي نو دوی د خلکو په منځ کې انتحاري حملې کوي او ملکي کسان وژنې د حقاني او هغه تروریستي ډلې چې په افغانستان کې جنګ کوي د افغانستان او د افغانستان د خلکو د ښمنان دي.″

ښاغلي وزیري وویل، چې د ملکي تلفاتو له ډیریدو سره د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې اندازه هم لوړه شوي او دا ځکه چې اوس دوی ډیر عملیات په یوازې سرمخ ته بیایي.

د یادونې وړده چې د ډله ییزو حملو او ملکي خلکو وژنو ترڅنګ د پیژندل شوو مشهوره څیرو وژل هم دوام لري.

په یوه تازه پیښه کې د جمهور ریس حامد کرزي د تره زوی او په کندهارکې قومي او با نفوذه مشرحشمت خلیل کرزی د اختر په دویمه ورځ په خپل کورکې په انتحاري حمله کې ووژل شو.

پوځي کارپوهان دې ټولو حملو او د بانفوذه شخصیتونو وژنو ته په کتو له داسې حملو څخه د ګاونډیو هېوادونوهدف په افغانستان کې د قدرمند دولت د راتګ هڅې ناکامول ګڼي.

افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″هغه خلک چې نفوس لري او مشهور دي د بهرنیو استخباراتو له خوا له منځه وړل کیږي ترڅو چې په افغانستان کې یو کمزوری حکومت جوړ شي.

بل دلته چې کوم جنګونه کیږي لکه د پکتیکا او غور ولایتونو پیښې په دې سره دوی خلکو ته ورښایې چې افغان دولت دومره کمزوری ده چې موږ هرچیرته وغواړو حملې کولای شو.″

د سولې د عالي شورا پخوانې ریس برهاندالدین رباني، جنرال داود داود احمد ولي کرزی، شاه جهان نوري، ارسلا جمال، ارسلا رحماني او ځیني نورهغه کسان دي چې په تیروڅوکلونو کې په بېلو تروریسي حملو کې وژل شوي دي.

د امنیتي چارو کارپوهان د وسله والو حملو ډیریدل د افغانستان د امنیتي چارواکو کمزوري ګڼي او وایې، چې ډیردا کسان د هیواد امنیت د ساتلو په ځای په راتلونکي حکومت کې د وظیفو په فکر په شخصي ګټو بوخت دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG