د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

سپینه ماڼۍ: د ملګرو ملتونو پر تاسیساتو د اسراییلو بریدونه د منلو نه دي


سپینه ماڼۍ وايي، په غزه کې د ملګرو ملتونو پر تاسیساتو د اسراییلو د پوځ بریدونه په هیڅ صورت د منلو نه دي.

د راپورونو له مخې، د چارشنبې په ورځ په غزه کې د ملګرو ملتونو په یو ښونځي کې چې ګڼو ملکیانو په کې پنا اخیستې د اسرییلو د بریدونو له کبله شپاړس تنه ملکیان وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالتونو بالاخره د اسراییلو په اړه خپله چوپتیا ماته کړه او پر دې هیواد یې سخت انتقاد وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند "جاش ایرنیسټ" د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل؛ په دې کې ډیر کم شک شته چې په غزه کې دې پر یو ښونځي دا برید اسرایلو نه وي کړی.

”د ملګرو ملتونو بر تاسیساتو بریدونه، چې بې ګنا ملکیانو او هغو خلکو ته په کې ځای ورکړل شوی چې؛ له جګړې تښتیدلي، په بشپړه توګه د منلو نه دي او په هیڅ ډول د تایید وړ نه دي.“

په عین حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویلي؛ اسراییل باید جدي هڅه وکړي چې؛ په غزه کې د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي خلکو ته تلفات پېښ نه شي. د پینټاګون په وینا، د اسرایلو او حماس تر منځ کړکیچ د ملکي خلکو مرګ ژوبله ډیره زیاته کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند "سټیف وارین" وايي؛ په غزه کې د ولسي خلکو تلفات ډیر زیات شوي او اسراییل باید د لوړو معیارونو په پام کې نیولو سره د غیري پوځي خلکو د خوندیتوب هڅې وکړي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د کار او مرستې رسونې د ادارې مشر "پییر کراهین بهول" وايي؛ د غزې په مرکزي روغتون کې یې څو ماشومان لیدلي چې؛ د ملګرو ملتونو پر یو کمپ چې په یو ښونځي کې جوړ شوی د اسراییلو په برید کې ټپیان شوې دي.

نوموړی د غزې د ځینو سیمو له لیدنې وروسته په دې ښار کې خبریالانو ته وویل؛ د سیاسي اقدام او حساب ورکولو وخت رارسیدلی دی.

”ماشومان په درسي ټولګیو کې د خپلو میندو او پلرونو سره ویده وو؛ په داسې یو ځای کې چې باید ساتنه یې شوې وه؛ خو داسې ونه شول، دا اقدام د نه منلو او نه زغملو دی.“

په غزه کې چارواکي وايي چې، د حماس او اسرایلو تر منځ د جګړې د پیل راهیسې دغلته تر څوارلس سوو ډیر فلسطینیان چې ډیر یې ملکیان دي وژل شوي. د اسرایلو له اړخه بیا په دې جګړه کې شپږ پنځوس سرتیري او او درې غیرې پوځیان وژل شوې دي.

اسراییل وايي، ځواکونه به یې د حماس له خوا د کاریدونکو تونلونو تر ړنګولو پورې په غزه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي؛ که اوربند هم ټینګ شي، سرتیري به یې د هغو تونلونو بندولو ته دوام ورکړي چې؛ د حماس وسله وال ترې ګټه اخلي.

اسراییلو د پنجشنبې په ورځ غزې ته شپاړس زره اضافي سرتیري واستول.

XS
SM
MD
LG