د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

نسیمي: که روانه انخاباتي لانجه حل نه شي افغانستان به بحران سره مخ شي


د افغانستان د خلکو لپاره د اروپا د بشري حقوقو کمپاین بنسټ مسوولین وايي؛ که چېرې په هېواد کې روانه انتخاباتي لانجه لاپسې اوږده شي، له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې کمې او هېواد د امنیتي او اقتصادي بحران خواته ولاړ شي

د دې ټولنې رییس انورالحق نیسمي د جمعې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل؛ افغان حکومت، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او نړیواله ټولنه دې په ګډه هرڅومره چې ژر کېدای شي؛ یادې لانجې ته د پای ټکی کیږي:

"که چېرې د انتخاباتو په پروسه کې ستونزې او مشکلات همداسې ادامه پیدا کړي؛ زه په صراحت سره ویلی شم، نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپله د لچسپي او پاملرنه کمه کړي او په پای کې به افغانستان له امنیتي اواقتصادي ستونزې سره لاس او ګریوان شي."

ښاغلي نسیمه زیاته کړه راتلونکی حکومت دې په کور دننه او بهر کې د افغانانو د مشروع غوښتنو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

دغه بنسټ په داسې حال کې د انتخاباتو پر سره د را ولاړې شوې ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي؛ چې تراوسه د رایو د بیا شمېرنې تخنیکي ستونزې او د نړوالو ناظرینو د نه موجدیت له امله درې وارې ځنډیدلي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند نور محم نور ازادۍ راډیو ته وویل؛ د شنبې په ورځ یوځل بیا د رایو شمېرنې پروسه پیل کیږي.

د همدې بنسټ چارواکي همدارنګه له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې؛ په راتلونکي حکومت کې دې هغه افغان متخصصینو ته هم ونډه ورکړي چې؛ ښې د حکومتدارۍ په برخه کې ښې تجربې لري.

د ښاغلي نسیمي په خبره په بهر کې متخصص افغانان کولای شي؛ د حکومت په برخه کې له افغانانو سره ښې تجربې شریکې کړي:

"مهاجر او تعبید شوي په دې باور دي چې؛ په راتلونکي حکومت کې متخصیصو ګډوالو ته ځای ورکړل شي او همدارنګ د حکومت په وړاندې چې کوم اوپوزیسیون جوړیږي دوی به په کې رغنده رول ادا کړي، هغوی ښې تجربې او لاس ته لري په هېواد کې به ورنه استفاده وکړي."

له دې نه وړاندې څو څو ځله نړیوالو او کورنیو بنسټونو دانتخاباتو دپروسې په ځنډني کېدنې باندې اندېښنې ښودلې وې.

د سیاسي او اقتصادي چارو یوشمېر افغان کارپوهان وايي؛ په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ هم دانتخاباتو له لانجې سره تړاولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG