يوه امريکايي سناتور له دولتي ادارو غوښتنه کړې ده چې؛ د قوي روسي رسنيو مشر په هکله دې پلټنه وکړي چې؛ هغه پيسې غير قانوني خو به نه وي؛ چې ده په کليفورنيا ايالت کې ودانۍ پرې اخيستي. ويل کيږي چې، د کريملن په مالي مرسته چلېدونکي "آر. ټي" تلويزيون د جوړېدلو تر شا د دغه روسي لاس و.
په امريکا کې د مسيسيپي ايالت د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي "روجر ويکر" د دې هېواد د عدليې وزارت څخه غوښتنه کړې ده چې؛ د روسي رسنيو مشر ميخايل لېسين د شتمنيو په هکله دې پلټنه وکړي.
په روسيه کې د کريملن په مالي مرسته جوړ شوي تلويزيون "آر. ټي" د جوړولو تر شا د ميخايل لاس و. ويل کيږي چې ميخايل د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين پخوانی د مطبوعاتو وزير هم پاتې شوی دی.
د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ويکر وايي چې؛ ممکن ميخايل په غير قانوني پيسو په امريکا کې د مليونونو ډالرو په بيه کورونه اخيستي دو. د ازادي راډيو د مرکزي څانګې سره په خبرو کې ويکر وويل:
"د روسيې پرپاګند يو ريښتونی ګواښ دی. کله چې يو قوي سړی پر ټوله هيواد قبضه کوي، هغه لومړی ځای چې پوځ ورځي، کوم وي؟ هغه د راډيو او ټلويزيون برجونو ته ځي او پر رسنيو قبضه کوي."
که دا خبره ريښتيا وي، ميخايل په بهر کې د اداري فساد پر خلاف قانون مات کړی دی.
ويکر د امريکا د عدليې وزارت ته ويلي دي چې؛ ميخايل خپله کورنۍ د امريکا کليفورنيا ايالت د لاس انجلاس ښار ته راوسته. په دې ښار کې ميخايل د ۲۸ مليونه ډالرو په لګښت کور واخيست.
د عدليې وزارت وياند "پيټر کار" د ازادي راډيو مرکزي څانګې ته ويلي دي چې؛ د ويکر ليک يې تر لاسه کړی دی او چارواکي غور پرې کوي.