د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

خوست: د سولې پیغام راډیو خپرونې بندې دي


د سولې پیغام راډیو انتنونه لوېدلي دي
د سولې پیغام راډیو انتنونه لوېدلي دي

په خوست کې د سخت باد او باران له کبله د سولې پیغام سیمه ییزه راډیو هم سخته زیانمنه شوې او خپرونې يې دریدلي دي.

وړمه ورځ په خوست کې دوه ځلې سخت توفاني باد او باران راغی؛ چې په یاد ولایت کې یو زیات شمېر کورونو، کروندو، ځمکو او کورنیو څارویو ته په کې زیانونه واوښتل او په همدې توګه د سولې پیغام راډیو وداني، تخنیکي وسایل، انتنونه، د سولر سیسټم او نور توکي سخت زیانمن شول او خپرونې يې ودریدې.

سولې پیغام په خوست کې لومړنۍ خپلواکه راډیو ده؛ چې پوره لس کاله وړاندې يې په یاد ولایت کې خپرونې پیل کړې او دا مهال یې د دوو فریکونسیو د لارې خپرونې درلودې.

د سولې پیغام راډیو مشر زاهدشاه انګار ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په خوست کې د وړمې ورځې باد او باران د دوی د راډیو ټولو تخنیکي وسایلو او ودانۍ ته درون زیان اړولی او د دوه ورځو راهیسې يې خپرونې په ټپه ولاړې دي:

"د دې طبعي پيښې په ترڅ کې زموږ د راډیو خپرندویه ټاور، ډایپلونه (انتنونه)، په کابل کې د خپرونکو راډیوګانو څخه د خپرونو ریسیور سیسټم، د انټرنیټ ډېش او اړوند سیسټم، د سولر یا لمریزې برښنا سیسټم، لینک سیسټم او ځني نور وسایل ډېر زیانمن شوي او ځني يې بیخي د کاره لویدلي دي."

د سولې پیغام راډیو خپرونې د خوست سربیره د پکتیا، پکتیکا ولایتونو او د ډیورند کرښې د پورې غاړې په یو شمېر قبایلي سیمو کې هم اوریدل کیږي او د خپلې اوږدې سابقې له کبله يې د خلکو په منځ کې ښه باور او لکونه اوریدونکي موندلي دي.

د سولې پیغام راډیو مسوول د رسنیو سره د مرسته کوونکو موسسو او ادارو وغوښتل، چې د دې طبعي پيښې له کبله د دوی راډیو ته د اوښتو زیانونو سمه څېړنه او وروسته دې مرسته وکړي، تر څو د راډیو خپرونې يې د پخوا په شان خپلې خپرونې پیل کړي.

بل لوري ته په خوست کې د طبعي حوادثو پر ضد ادارې مشر شریف الله هم ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې د پنجشنبې ورځې سختې سیلۍ او باران د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د ځمکو حاصلاتو، کرنیزو ځمکو، څارویو او کورونو ته زیانونه اړولي چې دوی يې په سروي بوخت دي او د سروي د بشپړیدو وروسته به دوی خپل راغونډ کړي مالومات د ازادۍ راډیو سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG