د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

یوناما: پر پنځو مواردو د ښاغلي عبدالله له کمپاین سره موافقه شوې


ملګري ملتونه وايي چې د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله سره د رایو د تفتیش پرسرموافقه ترلاسه شوې ده.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما وايي چې پر پنځو مواردو د ښاغلي عبدالله له کمپاین سره موافقه شوې او د رابو تفتیش به د همدې موافقو په رڼا کې پرمخ ولاړ شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم هیله څرګنده کړې چې د ښاغلي عبدالله د کمپاین ناظران به د رایو د تفتیش بهیر ته چې مخکې ترې وتلي وو، ستانه شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما وايي، چې د عبدالله عبدالله د کمپاین له غړو سره له پرله پسې غونډو او بحثونو وروسته د پنځو اختلافي مواردو په اړه موافقه وشوه.

د عبدالله عبدالله کمپاین د چنګاښ په ۲۱ مه نېټه د شوې موافقې له دوو موادو سره چې یوه یې د ورته په نښه شویو پاڼو د بطلان او بله یې په یوه محل کې د لومړي ځل او دوهم ځل رای پاڼو د توپیر په اړه وې، یوځل بیا مخالفت څرګند کړ.

د یوناما ویاندې نیلاب مبارز ازادۍ راډیو ته وویل، د عبدالله عبدالله له کمپاین سره د مخکینۍ موافقې د دولسمې او شپاړسمې مادې په ګډون پر پنځو اختلافي مواردو موافقه وشوه.

یوناما په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره د شوي توافق واړه موارد په تفصیل سره خپاره کړي. په بیان کې راغلي چې د رایو د تفتیش بهیر به دوام وکړي خو د رایو باطلول هغه مهال پیلېږي چې ټولې تخنیکي تیارۍ یې بشپړې شي.

بیان همداراز د انتخاباتو په چارو کې د ملګروملتونو د کارپوه جف فیشر د ونډې یادونه هم کړې او وايي چې ښاغلی فیشر به د رایو د باطلولو او نورو برخو کې د کمیسیون کمیشنرانو ته مشوره ورکوي او دا صلاحیت لري چې هر هغه صندوق چې د ده په نظر مشکوک وي تر ځانګړې څېړنې لاندې ونیسي.

په تېرو څو ورځو کې دا لومړی ځل نه دی چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په بېلابېلو دلایلو د رایو د تفتیش په بهیر کې د ځنډ غوښتنه کوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جون په ۲۴ اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د انتخاباتو بریالی کاندید اعلان کړ خو عبدالله عبدالله د انتخاباتو نتایج ونه منل او د پراخو درغلیو تور یې ولګاوه.

د دوهم پړاو د رایو تفتیش دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه پیل شو چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري د دواړو کاندیدانو ترمینځ منځګړتوب وکړ او دواړو کمپاینونو د ټولو رایو د تفتیش او د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو پرېکړه ومنله خو دا بهیر د رایو د باطلېدو د څرنګوالي او نورو مواردو پرسر د مخالفت له کبله له خنډونو سره مخامخ شو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هیله ښودلې چې د عبدالله عبدالله د کمپاین ناظران به د رایو د تفتیش بهیر ته ستانه شي څو دا بهیر دا ځل په بریالیتوب سره بشپړ شي.

همداراز په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګهم د رایو د تفتیش بهیر ته د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د ستنېدو هرکلی کړی او یوځل بیا یې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان نوی ولسمشر به د روانې اګست میاشتې ترپایه په کار پیل وکړي.

د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم چې په روانه میاشت کې په پام کې و، تر نامعلومې نېټې پورې ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG