د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

کاندیدان: په ګډه کارکوو څو د یووالي حکومت رامنځته شي


د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اعلان وکړ یوې موافقې ته رسیدلي چې له مخې به یې په راتلونکي کې په ګډه کار وکړي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په حضور کې وویل یوه ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې چې له مخې یې د دواړو ټیمونو ترمنځ د ګډ کارموافقه شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري دا موافقه د یوې افغاني لانجې لپاره افغاني حل لاره وبلله او ویې ویل چې په دې موافقه کې هیڅ شی هم د اساسي قانون پر خلاف نه دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله اعلان وکړ، چې یوې مهمې سیاسي موافقې ته ورسیدل.

د جمهوري ریاست دغو کاندیدانو د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په حضورکې وویل، یوه ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې چې له مخې یې د ولسمشرۍ دواړه ټیمونه په راتلونکي کې په ګډه کار مخته وړي.

د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزي وویل، د دې موافقې له مخې به د افغانستان ثبات او سوکالۍ ته د دواړو ټیمونو له خوا په ګډه کار وشي او له مخې به یې د ملي یووالي حکومت رامنځته شي:

″نن محترم ورو ډاکټرصاحب عبدالله او ما په مشترکې اعلامیه کې په ځینو بنیادي اساساتو باندې موافقې ته رسیدلي یو.

موږ هر اړخیز تفتیش ته تعهد لرو. د ولس مقابل کې مو دا ژمنه کړې چې نتایج به منو بیا هم په ګډه د ملي وحدت یو حکومت جوړوو چې زموږ ملي برنامه به پلي کوي او ولس ته به مسووله وي.″

ښاغلي غني وویل، دا موافقه ترنورو ټولو پروسو د دې لپاره ډېراهمیت لري چې د افغانستان خلک به د پرمختګ لوري ته یوسي.

له بلې خوا د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالله عبدالله وویل، په کاروه چې د افغانستان د سوکالۍ لپاره دواړه ټیمونه په ګډه کار وکړي.

عبدالله وویل، د شوې موافقې له مخې به د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ګډ اهدف په پام کې ونیول شي:

″د افغانستان د ملي وحدت د لا پیاوړتیا په خاطر نن مونږ وکولای شول. هغه پخوانۍ موافقې چې موږ سره کړې وې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو په خاطر یو بل سره مو دا ژمنه کړې چې انشالله یوځای به سره کار کوو د افغانستان په خاطر او د افغانستان د خلکو په خاطر.″

د جمهوري ریاست کاندیدانو وویل، د شنبې له ورځې به د دواړوانتخاباتي ټیمونو د استازیو مشخص کاري ټیمونه د شوې موافقې د عملي کیدو پر لارو چارو کار پیل کړي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو تر منځ د شوې سیاسي موافقې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې امریکا متحده ایالتونه ددې موافقې سخت ملاتړ کوي.

ښاغلي کري دا موافقه د دواړو کاندیدانو لپاره یو فرصت وباله چې خپل اهداف عملي کړي:

″زه غواړم واضحه کړم چې په دې موافقه کې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی خوندي ساتل شوی چې د امریکا متحده ایالتونه یې سخت ملاتړ کوي. دا موافقه کوم پارلماني سیستم نه رامنځته کوي.

د حکومت په راس کې د ولسمشر رول نه بدلوي. خو دا د اجرایوي شورا د رییس پوست رامنځته کوي چې د حکومتدارۍ او ادارې په برخه کې کیفیت لوړ کړي او مرسته وکړي چې په ټاکلې لارې حرکت وشي.

موافقه د دواړو کاندیدانو لپاره یوه ستره موقع ده چې له لارې یې وکولای شي هغه څه چې په خپلو کمپاینونو کې یې یادونه کړې عملي کړي.″

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدان یوې موافقې ته رسوي بلکې له دې مخکې یې هم د ټولو رایو پر تفتیش او د ملي یووالي د حکومت پر جوړولو موافقې ته رسولي و.

د جمهوري ریاست کاندیدانو د جمعې په ورځ په دې درې اړخیزه غونډه کې د رایو د تفتیش پروسې پر بشپړیدو ټینګار وکړ او ویې ویل ددې پروسې نتیجه به چې نوی ولسمشر اعلانیږي ټولو ته د منلو وړ و اوسي.

راپور: صفي الله ستانکزی-کابل

XS
SM
MD
LG