د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د اشرف غني او عبداله ترمنځ د لاسلیک شوې اعلامې جزیات


د افغانستان د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو د یوې ګډې اعلامیې په لاسلیک کولو سره ویلي؛ چې ډیر ژر به د دواړو لورو ځانګړي ډلي وګمارل شي چې؛ د یوې سیاسي تفصیلي موافقتنامې لپاره پر مسودې کار پیل کړي.

دغه ګډه اعلامیه پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په حضور کې د دواړو افغان کاندیدانو له خوا لاسلیک شوه او جزییات یې ماښام په ډاګه شول.

په دغې اعلامیې کې درې مادي شته چې لومړۍ یې په راتلونکي حکومت کې د اصلاحاتو د راوستلو په تړاوو د افغانستان د اساسي قانون پر رعایتولو ټینګار کوي.

دوهمه ماده دواړه کاندیدان رابولي چې؛ د هغه سیاسي چوکاټ یا جوړښت پرژمنو ودریږي چې د سرطان پر ۲۱ یې توافق ورباندې کړی و. په هغه توافق کې د راتلونکي ولسمشر له لوري د یوه اجرایوي پست ژر ترژره جوړېدل او تر راتلونکو دوو کلونو پورې د لویې جرګې رابلل راغلي چې؛ د راتلونکي لپاره پر صدارتي څوکۍ غور وکړي.

په درېیمه کې د کاري ډلي د جوړېدو ټینګار شوی چې؛ د رایو د تفتیش بهیر د بشپړیدو نیټه وټاکي؛ د راتلونکي ولسمشر د لوړي مراسمو پر نیټې یوه توافق ته ورسیږي او هم د هغې سیاسي تفصیلي موافقتنامې لپاره پر مسودې کار پیل کړي چې؛ دواړه کاندیدان یې پر موادو موافق دي.

XS
SM
MD
LG