د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکي وایی، چې پاکستان پدې وروستیو کې هڅې پیل کړي، چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې یو نوې ملیشه یی ځواک رامنځ ته کړي او د خپلو اهدافو لپاره یی وکاروي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې، چې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه، د هیواد امنیتي او دفاعي چارواکو د هیواد امنیتي وضعی او د پاکستان د خوځښتونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
غونډې ته د وړاندې شوي راپور له مخې ددې ملیشې هر غړي ته د پاکستاني پوځ لخوا د میاشتې دیرش زره کلدارې معاش ورکولې کیږي او له هغو څخه به د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پرتو قومونو په خلاف کار واخستلای شي.
د امنیتي چارواکو د راپور له مخې د ډیورنډ کرښې ته نږدې هم د پاکستاني پوځیانو خوځښتونه زیات شوي، چې د ملي اردو د ۲۰۱ قول اردو ځواکونه یی په جدي ډول څارې او په وړاندې یی بشپړ تیارې لري.
تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا د هیواد ټولو دفاعي او امنیتي ادارو ته امر کړې، چې د پاکستان هر تیري کوونکي اقدام ته ځواب ورکړي.
بل لور ته افغان مشران هڅه کوي، چې د پاکستان د لاس وهنو په اړه نړیوالو متحدینو ته هم خپل شکایت وړاندې کړي.
د ولسمشرکرزي ویاند ایمیل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ولسمشرحامد کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې هم دا مسله یاده کړې وه.
ښاغلي فیضي یو ځلې بیا د پاکستان په وړاندې د امریکا دریځ ناڅرګند وباله، چې دده په وینا حالات یی نور هم کړکیچن کړي دي.