د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

"په برلين کې د اوکراين په اړه خبرو کې يو څه پرمختګ راغلی"


د روسيې، اوکراين، جرمني او فرانسې د بهرنيو چارو وزيران
د روسيې، اوکراين، جرمني او فرانسې د بهرنيو چارو وزيران

روسيه وايي، چې په برلين کې د اوکراين په اړه څلور اړخيزه خبرو کې يو څه پرمختګ راغلی دی. د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت نن د پنځه ساعتو غونډې وروسته چې د روسيې، اوکراين، جرمني او فرانسې د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ وشوه؛ يوه اعلاميه خپره کړې ده.

د اعلاميې له مخې، ګډون کوونکي هيوادونه په راتلونکي کې پر يوې بلې غونډې موافقې ته رسيدلي دي چې؛ د کړکېچ په کموالي کې مثبته ثابتېدلی شي.

د اوکراين د کړکېچ په اړه په برلين کې د څلورو هيوادونو تر منځ يوه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف، د اوکراين پاولو کليمکن، د جرمني فرانک والټر شټاينماير او د فرانسې لارينټ فابيوس برخه اخيستې وه.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير وويل چې؛ خبرې سختې وې، خو زه فکر کوم او هيله من يم چې موږ به پر ځينو نکاتو يو څه پرمختګ کړی وي:

"زموږ هدف دا دی چې، موږ وشو کولی، د خپلو امکاناتو په رڼا کې، په اوکراين کې یو بشپړ اوربند منځته راشي او په دې توګه د هر ډول وينې تويېدلو مخ نيوی وشي."

شټاينماير وويل چې، وزيران به په خپلو هیوادونو کې ولسمشرانو ته د دې غونډې په هکله راپور وړاندې کړي او ممکنه ده چې، د اګست د مياشتې په ۱۸ او ۱۹مه نېټه به توافق وکړي چې؛ د اوکراين په هکله خبرې په څه ډول پر مخ يوسي.

ده زياته کړه چې، وزيرانو په ختيځ اوکراين کې د اوربند په هکله خبري وکړې. ده وويل چې، د دې تر څنګ يې پر دې هم خبرې وکړې چې؛ څنګه د اوکراين او روسیې تر منځ پر پوله کنټرول ښه کېدای شي.

پرون اوکرايني چارواکو ويلي دي چې؛ د جلاغوښتنکو تر کنټرول لاندې د لوهانسک په ښار کې دولتي ځواکونو د پوليسو يو ماموريت بېرته نيولی دی.

د روسيې سره د پولې په سيمه کې ښار اوس د اوکرايني ځواکونو له خوا محاصره شوی دی.

کيف هم پر روسيه تور پورې کړی دی چې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې نوي پوځي وسايط ختيځ اوکراين ته ليږلي دي.

د اوکرايني ځواکونو وياند اندري لسينکو وايي؛ چې د پوځي وسايطو يو کاروان چې په کې درې توغندي ويشتونکي هم شامل دي؛ د اوکراين خاورې ته ننوتلي او په جنوبي لوهانسک کې د نيژني ناګولخيک کلي پر لور روان دي.

اوکرايني چارواکو ويلي دي چې؛ د لوهانسک په سيمه کې جلاغوښتونکو د اوکراين يوه جنګي الوتکه ويشتلې ده. د دوی په وينا، پيلوټ ځان په پراشوټ کې رااچولی او د اوکرايني ځواکونو له خوا ژغورل شوی دی.

د کريملين وياند ډيمېټري پيسکوف د روسيې له خوا اوکراين ته د پوځي وسايطو او جنګياليو د لېږلو خبره رد کړې ده.

د ډبمېټري پيسکوف خبرې له هغه وروسته راغلي چې؛ د ډونیڅک د پر خپل سر اعلان شوي د خلق جمهوريت صدر اعظم اليکسانډر زاخارخينکو ويلي وو چې؛ ياغيان له روسيې څخه د ۱۵۰ زره پوښه موټرو، د ۳۰ ټانکونو او په روسيه کې روزل شوي؛ د ۱۲۰۰ سرتيرو د تر لاسه کولو په پروسه کې دي.

په همدې حال کې د لاريانو يو لوی کاروان د اوکراين پر پوله درول شوی دی چې؛ روسيه وايي، په کې د لوهانسک او ډونیڅک د اسېدونکو لپاره بشري مرستې لېږل شوي دي.

XS
SM
MD
LG