د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

نور: که د تفیش بهیر همداسې روان وي، په ۲ اونیو کې به دا پروسه بشپړه شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي؛ د یکشنبې په ورځ تر ټولو زیات یعنې څه باندې نهه سوه د رایو صندوقونه تفتیش شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي؛ که د رایو د تفتیش پروسه همداسې پرمخ ولاړه شي؛ امکان لري تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د رایو د تفتیش پروسه بشپړه شي.

د دې کمېسیون ویاند نور محمد نور د د وشنبې ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال د دواړه کاندیدانو پرانتخاباتي ټیمونو غږ وکړ چې؛ روانه پروسه نوره ګډ وډه نه کړي:

"که چېرې بهیر له خنډ سره مخ نه شي؛ موږ امیدواره یو چې تر راتلونکو دوو اوونیو به دغه بهیر بشپړ شي؛ ولې موږ مکمل ډاډ نه شو ورکولی، د دې لپاره چې بېلا بېل بنسټونه او ناظرین په دې پروسه کې ښکېل دي؛ امیدواره یو، چې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ نه کړي."

ښاغلي نور وویل چې، تر اوسه د څه باندې یوولس زره صندوقونو رایې تفتیش شوې دي چې؛ د ټولو رایو اته څلویښت اعشاریه اووه فیصده جوړه وي.

هغه زیاته کړه، چې د شپږ زرو ځانګړو صندقونو د تفتیش پروسه هم چټکه شوې او تر یکشنبې پورې څه باندې یوسلو لس صندوقونو تفتیش او بیا شمېرل شوي.

بل خوا د جمهوري ریاست د کاندید اشراف غني احمدزي انتخاباتي ټیم څارونکي د رایو د تفتیش له پروسې شکایت کوي.

د دې ټیم یوه څارونکی محمد حلیم فدایي وايي؛ د رایو د تفیتش پروسه څه ډول چې په توافق کې یې یادونه شوې ده؛ هغه ډول پرمخ نه ځي:

"که چېرې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او ملګري ملتونونه غواړي د خلکو اعتماد او باور ترلاسه کړي؛ نو دغه پروسه دې چټکه کړي."

هغه زیاته کړه، د رایو د تفتیش روانې پروسې ته په کتو امکان لري؛ چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې هم دغه پروسه بشپړه نه شي.

ځینې وخت د کاندیداانو د ناظرینو ترمنځ لفظي او فزیکي شخړې د تفتیش پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې، څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري ریاست کاندید اشراف غني احمدزي ویلي چې؛ امکان لري تر راتلونکو پنځلسو ورځو به د جمهوري ریاست د رایو وروستۍ پایلې اعلان او افغانستان به نوی ولسمشر او نوی حکومت ولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG