د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

عظیمي: د ISI د ملیشې جوړونې پرضد به له ټول توانه کار واخلو


د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د استخباراتو هغه عمل وغانده، چې د هغه هېواد ملیشو ته یې د افغانستان په ضد جګړې لپاره وسلې ورکړي دي.

د دې وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبروکې وویل، چې دوی ته رسیدلي اسناد ښیي چې پاکستان د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پراته عام خلک هڅوي چې د طالبانو له لیکو سره یوځای شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې؛ افغان امنیتي ځواکونه به د پاکستان مداخلې او نظامي حملو ته په وخت ځواب ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایې چې؛ د دې هېواد د بې ثباته کولو لپاره پاکستان نوي اقدامات پیل کړي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دې لپاره په خلکو وسلې ویشي، چې افغانستان کې خپل اهداف عملي کړي.

د دې وزارت ویاند ظاهرعظیمي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، د دوی معلومات ښیي، چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو هدفونو لپاره د ډيورنډ کرښې هغې غاړې عامو خلکو او ملیشو ته د وسلې ویشل پیل کړي دي.

ښاغلي عظیمي وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د پاکستان د هر ډول پلانونو شنډیدو ته چمتو دي:

″هغه مستند راپورونه چې د دفاع وزارت یې په واک کې لري ښیي چې؛ د پاکستان استخبارات د ډيورنډ هغې غاړې ته هم عامو خلکو او هم ملیشو ته وسلې ویشي ترڅو د ا خلک د طالبانو په لیکو کې د طالب په نوم وجنګیږي.

موږ د پاکستان دا هڅې غندو او دا د سیمې په ګټه نه بولو او د غندلو برسیره موږ به د دې په وړاندې د ټول توانه استفاده وکړو.″

د افغانستان دفاعي او امنیتي چارواکو د ملي امنیت شورا تیرې غونډې ته هم راپور ورکړ، چې پاکستان د طالبانو د پیاوړي کولو لپاره په خپل هېواد کې ملیشو او عامو خلکو ته د وسلو ویشل پیل کړي دي.

د افغانستان د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې پاکستان هغو کسانو ته، چې د افغانستان په ضد یې مسلح کوي، د میاشتې دیرش دیرش زره کلدارې ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې چې؛ د پاکستان دا اقدام به د سیمې ثبات او د ډیورنډ کرښې دواړوغاړوته پرتو قومونو په اړیکو بدې اغیزې وکړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادۍ راډيوته وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده پولي په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا سخت امنیتي احضارات نیول شوي دي.

خو په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې؛ افغان حکومت به د پاکستان هراقدام ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل:

″د خبرو او دیپلوماتیکو لارو سره به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه هم په مناسب وخت کې کار واخستل شي، دا مناسب وخت د ملي امنیت په پالیسۍ او د دولت د لوړ پوړو چارواکو فیصلو پورې اړه لري.″

خو په ورته وخت کې یو شمېرافغان کارپوهان د پاکستان د حملو زیاتوالې او په افغانستان کې د دغه هېواد مداخلې د حکومت د غلط سیاست نتیجه ګڼي.

افغان سیاسي کارپوه رحمت الله روفي په دې نظردی چې نړېوالې ټولنې هم د پاکستان په وړاندې او د افغانستان په مجبوریتونو بې تفاوتي اختیارکړې ده:

″د پاکستان استخبارات د دې لپاره سخته هڅه کوي چې موږ بې اتفاقه کړي، نو مهمه دا ده چې دولت باید د پاکستان په وړاندې صحیح سیاست اختیار کړي، دولت باید د ناټو او امریکا سره سالم مناسبات وساتي او په همدې ډول حکومت باید په خپلو پوسټونو کې لایقو او په وطن مینو قدرنو ته پاملرنه وکړي.″

له دې وړاندې د افغانستان د وزیرانو شورا د هېواد امنيتي او دفاعي ادارو څخه غوښتي وه چې د پاکستان مداخلو ته په وخت ځواب ورکړي.

سره له دې چې افغان حکومت تل هڅه کړې چې د دیپلوماتیکو لارو چارو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان مداخلې او راکټي حملې بندې شي خو لیدل کیږي چې دې هڅو تراوسه کوم ځای نه ده نیولای.

راپور: یوسف خان ″ځدراڼ″

XS
SM
MD
LG