د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

"د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان د عراق له برخه لیک سره مخامخ نه شي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان امنیتي ځواکونو اوسنۍ وړتیا ته په کتو؛ ډاډه دی، چې هیواد به د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته هیڅکله هم د عراق له برخه لیک سره مخامخ نه شي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د افغانستان او عراق شرایط په بشپړ ډول توپیر لري:

"د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ته په کتلو سره دا ډاډ ورکولی شو چې؛ د افغانستان شرایط له عراق سره توپیر لري او افغان دولت دا اطمینان لري چې؛ افغانستان به د عراق په برخلیک اخته نشي."

د افغانستان او عراق د امنیتي حالاتو د ورته والي اندیښنې وروسته له هغه راپورته شوي چې؛ د عراق او شام اسلامي دولت په نوم په القاعدې پورې تړلي وسله والې ډلې د عراق یو شمېر ښارونه لاندې کړل او د پلازمینې بغداد په لور یې پر مختګ ته مخه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ؛ چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل تقریباً ټول سرتیري وباسي.

امریکا په پام کې لري چې، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري وساتي چې؛ وروسته به په تدریج سره دا شمېره راکمه شي او تر ۲۰۱۶ کال وروسته به یوازې زر تنه سرتیري د سفارت د امنیت لپاره پاته کړي.

خو د سیاسي چارو یوشمیر څیړونکي وايي چې؛ د افغان ځواکونو د وړتیاو د لوړولو لپاره بیا هم د نړیوالې ټولنې لس کلن حضور ته اړتیا لیدل کیږي.

د سیاسي چارو کار پوه جاوید کوهستاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ له پاکستان سره د یوې نا اعلان شوې جګړې په مقابل کې ولاړ یو؛ که چېرې د بحث وړ مساله یواځي طالبان وي؛ افغان ځواکونه وړتیا لري چې؛ ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي؛ خو په مجموع کې ټول حملات او دا چې تر ډيره بهرنۍ شبکې په افغانستان کې جنګیږي؛ دا حالت به ستونزمن وي چې، د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته افغان ځواکونه ورسره مقابله وکړي."

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي هم ویلي وو چې؛ د افغان ځواکونو وړتیا ته په کتلو سره دعراق او افغانستان امنیتي وضیعت خورا توپیر لري؛ خو ټينګار يې دا و، چې له ټولو وړتیاوو سره سره باید د عراق له تجربو څخه یو څه زده شي.

بل خوا داسې اندیښنې هم شته چې؛ که امریکا له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي او افغان امنیتي ځواکونه ښه روزنه ونه ویني؛ نو، طالبان به بیا په یوشمیر سیمو واک ټینګ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG