د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

ارګ مانۍ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۵مې کلیزې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلي


نن د زمري د میاشتې اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نوي یمې کلیزې سره برابره ده.

پنځه نوي کاله مخکې په همدې ورځ افغانستان په رسمي ډول د بریتانیا د هغه وخت له حکومت څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل شو.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي په یو پیغام کې د هیواد د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده، سږ کال د خپلواکۍ کلیزه په داسې حال کې را رسیږي چې؛ افغانان د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتایجو د اعلان او نوي ولسمشر د کار د پیلیدو په تمه دي.

د ښاغلي فیضي په وینا، دا انتظار هرڅومره زر چې ممکنه وي باید پای ته ورسیږي؛ څو افغانان د ډیموکراسۍ په لاره یو بل ګام هم پورته کړي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل؛ چې د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزه به په کابل کې په ځانګړو مراسمو ولمانځل شي.

”نن د افغانستان د خپلواکۍ د څلې تر څنګ ځانګړې مراسم پرځای کیږي. دا ځانګړې مراسم د ولسمشر حامد کرزي له خوا د هیواد د خپلواکۍ د شهیدانو او غازیانو په یاد او همدارنګه د افغانستان د جهاد او نورو دورو د شهیدانو د درناوي په خاطر دي. په دې مراسمو کې به د دوستو هیوادونو ډیپلوماټان، د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي، پوځي او ملکي مامورین برخه ولري. “

مخکې تر دې افغان حکومت دا ډول ملي ورځې په پراخو او سترو مراسمو لمانځلې خو په دې وروسیتو کلونو کې د ملي ورځو یادونه په محدودو مراسمو کیږي.

د افغانستان د فاع وزارت له ویاند ظاهر عظیمې څخه مو همدا پوښتنه وکړه چې؛ د هیواد د خپلواکۍ پنځه نویمه کلیزه ولې د ګڼو خلکو په ګډون په پراخو مراسمو نه لمانځل کیږي؟ نوموړي وویل:

”په داسې شرایطو کې چې افغانستان له اقتصادي او امنیتي پلوه له ستونزو سره مخ دی او په عین حال کې یوه ورځ د ثور اتمه نیټه د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې په توګه لمانځل کیږي او یوه ورځ د زمري اته ویشتمه نیټه هم لمانځل کیږي؛ ښايي دا د دې مراسمو د محدویدو له سببونو څخه وي.“

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې؛ په هیواد کې ناکرارۍ د نورو کلونو په مقایسه زیاتې شوې دي. له بلې خوا ټاکل شوې چې د روان کال تر پای به یو زیاته برخه بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG