د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د نړۍ مشرانو د افغانستان د ۹۵مې کلیزې په مناسبت افغان ولسمشر ته د مبارکۍ پیغامونه رالېږلي


د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې په مناسبت د سیمې او نړۍ د ځینوهیوادونو مشرانو افغان ولسمشر حامد کرزي ته د مبارکۍ پیغامونه استولې. په دې پیغامونو کې د افغانستان سره د دوستانه اړیکو پر دوام ټینګار شوی او د افغانستان د راتلونکې په اړه په کې خوشبیني ښودل شوې ده.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او د دې هیواد صدراعظم نواز شریف د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې په مناسبت ولسمشر حامد کرزي ته په استولې پیغامونو کې مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده چې، افغانستان او پاکستان د ګډو تاریخي، فرهنګي او دیني ارزښتونو لرونکي دي او دواړه هیوادونه کولی شي چې؛ په خپلو کې اړیکې نژدې کړي، څو په سیمه کې د دوامدارې سولې، ترقۍ او پرمختګ شرایط برابر شي.

د هندوستان صدراعظم "نریندارا مودي" هم د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې ویلي؛ هندوستان د افغانستان د یو نژدې او دوست هیواد په توګه له کابل سره د ستراتیژیکو همکاریو پیاوړتیا ته ډیر ارزښت ورکوي.

د هند صدراعظم وايي، دا همکارۍ د دواړو هیوادونو د خلکو پر ښه نیت ولاړې دي او زیاته کړې یې ده، هند به د افغانستان له حکومت او خلکو سره د یوه ځواکمن، سوله ييز، متحد، ولسواک او سوکاله افغانستان د جوړولو په برخه کې خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمير پوټین هم د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې په مناسبت ولسمشر کرزي ته په یو استولي پیغام کې د افغانستان او روسیې اړیکې د دوستۍ او متقابل احترام پر بنسټ ولاړې بللې دي او د خپلواکۍ د ورځې مبارکي یې ویلي.

د چین ولسمشر شی جین پینګ بیا په خپل پیغام کې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی دی. نوموړې ویلي، چین او افغانستان له له کلونو راهیسې دوست هیوادونه دي او په ورستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو اړیکې لا ټینګې شوې دي او د پام وړ پرمختګونه په کې شوې دي.

د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت د چین ولسمشر په خپل پیغام کې زیاته کړې ده، هغه غونډې چې د روان کال د پیل راهیسې په سوچي او شانګهاۍ کې د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ شوې په نتیجه کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو او او نورو د علاقې وړ موضوعاتو کې یو مهم تفاهم رامنځ ته شوی دی.

شی جین پینګ ویلي حکومت یې د افغانستان سره د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو دوام ته ژمن دی.

ددې هیوادونو تر مشرانو د مخه د تیرې شنبې په ورځ کابل ته د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر بارک اوباما پیغام هم رسیدلې وو.

ولسمشر بارک اوباما په دې پیغام کې ویلي وو؛ د امریکا متحده ایالات د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بهير نتایجو ته سترګې په لاره دي او د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره د همکارۍ لپاره چمتوالي لري.

بارک اوباما ټینګار کړی و چې؛ هیواد به یې په راتلونکو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د هېواد په جوړولو کې د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG