د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د ښځينه معلمينو پر يوه موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې، چې دوى ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د پاکستان دولتي تلويزيون د باجوړ ايجنسۍ د امنيتي چارواکيو په حواله وايي، چې د سه شنبې په ورځ سهار ددې ايجنسۍ د سالارزو په تنګي نومي سيمه کې د ښځينه معلمينو پر يوه موټر د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٦ کسان وژل شوي دي.
دوى وايي، چې په وژل شويو کې درې معلمينې او دوه زده کوونکې هم دي، چې ښوونځي ته روان وو.
د چارواکيو په وينا، چاودېدونکي مواد له مخکې نه د سړک پر غاړه ځاى پرځاى شوي وو او هغه مهال د ريموټ کنټرول په ذريعه والوزول شول، چې د ښوونځي موټر له سيمې څخه د تيرېدو په حال کې و.
د باجوړ ايجنسۍ يوه ځايي خبريال، چې پېښه يې له نزدې څارلې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل:
" دا د مرکزي سيمې خار نه نزدې پېنځه کيلومټره لرې د تحصيل سالارزي يوه علاقه ده، چې تنګي نومېږي. په دغه ځاى کې د پروجيکټ يو سکول دى، چې سهار وختي ورته زنانه خپل ډيوټۍ ته تلې او هغوى سره شاګردان هم وو. کله چې دا موټر د تنګي سروشا سيمې ته ورسېد، نو بمي چاودنه پرې وشوه، چې پکې د هغوى موټر په بشپړه توګه له منځه لاړ."
نوموړى زياتوي، چې پاکستاني سرتېرو او د ځايي امن لښکر غړيو تر پېښې وروسته سيمه محاصره کړه او تلاشي عمليات يې پيل کړل.
باجوړ ايجنسۍ د افغانستان پولې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې له ختيځ ولايت کونړ سره نښتې اوږده پوله لري او وخت ناوخته پکې د وسله والو طالبانو او پاکستانيو امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.
ويل کېږي چې په دې سيمه کې د عمر خالد خراساني په مشرۍ د پاکستاني وسله والو طالبانو د تحريک وسله وال مېشت دي، چې نه يواځې په باجوړ بلکې د پولې پورې غاړې په کونړ او نورو سيمو کې هم ترورېستي فعاليتونه کوي.
په بآجوړ کې پر ښځينه معلمينو دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې پوځي عمليات پيل کړي او د راپورونو له مخې، ددې سيمې ډېرې وسله وال د پوځي عملياتو له ويرې نورو قبايلي سيمو ته تښتېدلي دي
د يادونې وړ ده، چې په باجوړ ايجنسۍ کې د معلمينو پر موټر د بم چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
راپور: ذبيح شفق