د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ولسمشر کرزي د هېواد د ۹۵یمې کلیزې په مناسبت غونډه کې افغانان ملي یووالي ته وبلل


د افغانستان د خپلواکۍ پنځه نویمه کلیزه بیا هم د تیر په شان په ځانګړیو مراسمو سره ونمانځله شوه.

افغانانو له نن څخه پنځه نوي کاله وړاندې د اسد په اته ویشتمه له بریتانیا څخه بېرته خپلواکي ترلاسه کړه.

د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې د لمانځلو رسمي مراسم د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ څلي ته نږدې جوړ شوي وو.

په دې مراسمو کې له یوشمېر لوړپوړیو افغان چارواکو سربېره په کابل کې میشتو بهرنیو سفیرانو او میلمنو هم ګډون کړی و.

ولسمشر حامد کرزي د ازادۍ څلي ته د ګلانو ګیډې کیښوده او د ازادۍ په لاره کې یې د قرباني شوو افغانانو روح ته دعا وکړه.

ښاغلي کرزي په دې اړه لنډه وینا وکړه او افغانان یې ملي یوالي او د هېواد پرمختګ ته وبلل:

"د افغانستان استقلال او عزت بې له شکه د دوو ملي او مهمو عنصرو احسانمن دی؛ یو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د هرافغان فداکاري، دویم د افغانانو ترمنځ ملي یوالی دی."

حامد کرزي زیاته افغانان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجو ته منتظر او هیله مند دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ ولاړ وو؛ وویل کاندیدان به ژمنه کوي چې یو پیاوړی حکومت به جوړه وي.

"انشاء الله کله چې نوی حکومت رامنځ ته شي؛ دواړو کاندیدانو به درسره ژمنه کوي چې؛ دوی به یو قوي حکومت جوړوي او افغانستان به له دې ناامنیو نه ژغوري."

ښاغلي کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس هم په ځینو سیمو کې خلک په ناامنۍ کې ژوند کوي او پاکستان په دې ناامنیو کې لاس لري وویل: "پاکستانیانو ته وایو زموږ په ملک کې خرابي مه کوﺉ."

پخوا افغان حکومت د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ځانګړي رسمي او شاندار مراسم نیول.

خو په ۲۰۰۸ کې، کله چې وسله والو طالبانو د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د مانځلو په مراسمو حمله وکړه؛ له هغې وروسته د جشنونو لمانځل یو څه محدود شول.

د وخت پاچا امان الله په ۱۲۹۸ کال د اسد په اتویشمته له یوې جګړې وروسته له انګریزانو څخه بېرته ازادي ترلاسه کړه.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG