د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

اوباما: د موصل بند بیرته نیول یو لوی پرمختګ بولي


د متحده یاالاتو ولسمشر وايي د عراق په شمال کې له وسله والو څخه د موصل د بریښنا د بند بیرته نیول یو لوی پرمختګ دی.

د امریکا ولسمشر وايي، د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله وال د ټولو عراقیانو لپاره یو ګواښ دی او باید ټول يې پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

باراک اوباما دا څرګندونې له وسله والو څخه د عراق د شمالي ښار موصل د بریښنا د ستر او مهم بند د بیرته نیولو د اعلان پر مهال وکړې.

جمهور رییس اوباما وویل متحده ایالات پلان لري چې؛ د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله والو د ځپلو لپاره خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه چې؛ که د موصل د بریښنا بند مات شوی وای؛ نو عواقب به يې ډیر خطرناک وای او په عراق کې به د امریکا سفارت او امریکايي پرسونل له ګواښ سره مخ شوي وای.

تر دې وړاندې د عراق پوځ وویل چې؛ د پیش مرګه کردي ملیشو او د امریکا د هوايي ځواک په ملاتړ سره يې د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله وال د موصل د بریښنا له بند څخه په شا کړي دي.

خو د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله ال ټینګار کوي چې؛ د موصل د بریښنا بند اوس هم ددوي په کنترول کې دی.

د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله ال وايي؛ د بند د نیولو په اړه د عراقي او امریکايي چارواکو څرګندونې یوه تبلیغاتي جګړه ده.

د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله ال یا عراق د اسلامي دولت په نامه وسله والو خبرداری ورکړی چې؛ که د متحده ایالاتو په هوايي بریدونو کې د دوی وسله والو ته زیان ورسیږي؛ نو دوی په هر ځای کې پر امریکایانو بریدونه وکړي.

اخوا بیا راپورونه وايي چې، پیش مرګه کردي ملیشو د موصل ښار شاوخواو ته پرمختګ کړی او تر اوسه يې یو شمیر کلي نیولي دي.

د عراق په شمال کې د اسلامي دولت په نامه د وسله والو د ورستیو پرمختګونو په نتیجه کې شاوخوا دوه لکه کسان چې اکثره يې یزیدیان او مسیحیان دي؛ له خپلو سمیو بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG