د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

"افغان قضايي سیسټم فاسد دی، ځکه طالبان خوشې کیږي"


په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، یوه داسې جګړه ترشا پریږدي چې بڼه یې په چټکۍ سره بدلیږي او خونړۍ کیږي.

وسله وال طالبان چې نورد امریکا د هوایي ځواک تر فشارلاندې ځان نه احساسوي په وروستیو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخې حملې پیل کړي او هڅه کوي ډیرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

طالبانو به چې د بم چاودنو، غلچکي او ځان وژونکو حملو په څیرد خرپ او ترپ په بڼه حملې کولې اوس یې د جګړه بڼه بدله کړې او لیدل شوي چې پر یوه یا څو هدفونو په لسګونو او سلګونو وسله وال حملې ترسره کوي.

افغان امنیتي ځواکونه هم هڅه کوي د طالبانو حملې په شا وتمبوي او پر هغوي د سختو ګذارونو لپاره یو شمېر قومندانانو خپلو سرتیرو ته دا واضح کړې چې د جګړې په ډګر کې نور وسله وال ژوندي ونه نیسي چې بندي شي بلکه هملته یې ووژني.

په روان دوبي کې چې د معمول په څیر د طالبانو حملې زور اخلي جنوبي ولایتونه په تیره بیا هلمند او کندهار په وروستیو کې د طالبانو د پراخو خونړیو حملو شاهد و.

د کندهارد امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په وروستیو کې د دې ولایت پر څو ولسوالیو د په سلګونو وسله والو طالبانو د حملې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۷۰ څخه د زیاتو وسله والو د وژل کیدو ترڅنګ دا بیخي واضح کړه چې له وسله والو طالبانو سره څه ډول چلند وشي.

"ټولو ځایونو کې وسله وال تثبت شول، ټول محاصره شول، ټول هلته وژل شوي دي. زه له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ډیره تشکري کوم چې؛ دوی ټول یې مړه کړل او نور دې ته اړتیاپاتې نشوه چې قاضي پرې پیسي واخلي یاڅارنوال، ټول یې له منځه یووړل.

ښه خبره داده چې، دوی به له منځه وړل کیږي او زما ټولو عسکرو ته دغه قومانده ده چې؛ نوربه یې ژوندي نه پریږدي، په هررقم چې وي له منځه به یې وړي."

د کندوز د امنیې قومندان مصطفی محسني هم ورته خبره کړې او ویلي یې دي چې پولیس له دې پرته چې وسله وال مخالفین ووژني بله لاره نه لري، ځکه د هغه په وینا سږ دوبي طالبانو په دې ولایت کې خونړیو حملو ته زور ورکړی او د جګړې په ډګر کې نیول شوي طالبان څو ورځې وروسته بیا د جګړې په ډګر کې لیدل شوي دي.

دی وایي، قضایي سیستم له فساده ډک دی او له دې پرته چې مخالفین له منځه یوسي بله لاره نشته.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې افغان ولسمشرحامد کرزي د روان کال په لومړیو کې د بګرام له زندانه په زرګونه بندیان خوشې کړل، د دغو بندیانو په ډله کې شاوخوا سل داسې بندیان هم شامل و، چې امریکا هغه خطرناکه بللي او له افغان حکومت څخه یې غوښتي و، چې خوشې یې نه کړي.

افغان چارواکي وایي، له زندانه خوشې شویو ډيرو بندیانو بیرته جګړو ته مخه کړې ده.

د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوال عبدالخالق وایي، د ولسمشر له خوا خوشې شوي بندیان ځانونه نه بدلوي او دوی بیرته زموږ په وړاندې وسلې ته لاس کوي.

د بغلان د امنیې قومندان جنرال امان الله امرخیل هم خپلو سرتیرو ته ورته امر کړی چې وسله وال ژوندي ونه نیسي.

دی وایي، قضایي سیسټم کې د فساد له امله اکثره نیول شوي وسله وال بیرته خوشې کیږي.

د افغان کارپوهانو په وینا یوعلت چې وسله وال طالبان په وروستیو کې ډیر زړور شوي او پراخو حملو ته یې مخه کړې د هغوي د بهرني ملاتړ سربیره دا دی چې افغان ولسمشر افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د خلکو د استوګنو په سیمو کې دې د وسله والو مخالفینو په وړاندې جګړه کې له درنو وسلو څخه کارنه اخلي.

XS
SM
MD
LG