د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

پاکستانيو ځواکونو په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د ٤٨ وسله والو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان جنګي جټ الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو تازه بريدونه کړي او دوى ته يې پکې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر يا ISPR له خوا په يوه خپور شوي بيان کې ويل شوي، چې د پاکستان هوايي ځواک د سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې په شمالي وزيرستان کې ٣٠ او په خيبر ايجنسۍ کې يې لږ تر لږه ١٨ وسله وال وژل شوي دي.

دوى وايي، په شمالي وزيرستان کې يې تر دقيقو استخباراتي معلوماتو وروسته په سيمه کې د مېشتو بهرنيو ترهګرو پر مرکزونو بريدونه کړي، خو د هغوى د هويت په اړه يې لا څه نه دي ويلي.

د پاکستان د دولتي خبري اژانس اسوسيټډ پريس اف پاکستان د راپور له مخې، د پاکستان جنګي جټ الوتکو په دغه بمبارۍ کې په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د وسله والو ١٢ مرکزونه، د وسله والو يو شمېر موټرې او موټرسايلکلونه هم له منځه وړي دي.

پاکستانيو ځواکونو د جون له ١٥مې نېټې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد هراړخيز پوځي عمليات پيل کړي، چې تر دمه پکې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي، چې ډېرى يې ازبک جنګيالي ښيي.

د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د هراړخيزو پوځي عملياتو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه، چې د پاکستاني وسله والو طالبانو تحريک او په شمالي وزيرستان کې مېشتې د ازبکستان اسلامي غورځګ په نامه ترهګرې ډلې د جون په ٨مه نېټۀ د کراچۍ پر نړېوال هوايي ډګر د بريد مسووليت ومانه.

په دې بريد کې د پاکستانيو ځواکونو په ګډون ٣٠ کسان وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د پاکستاني ځواکونو په عملياتو کې د وژل شويو کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو د ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG