د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

عبدالله وایي، د عادلانه تفتیش لپاره باید لارې ولټول شي


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبداله عبداله وایي، هیلمن دی چې سیاسي پروسه او د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم دور د راییو د تفتیش بهیر ژر تر ژره بشپړ شي. خو ده زیاته کړه چې په دقیق ډول دا نه شي ویلی چې کله به دغه کارونه سرته رسیږي.

د عبداله په وینا ټاکل شوې وه چې دغه پروسه د دوو او دریو اونیو تر منځ بشپړه شي او هیلمن دی چې تر دې زیات ځنډ پکې رانه شي. عبداله بي بي سي ته په خبرو کې د راییو د دقیق تفتیش د اهمیت په اړه وویل:

″د تفتیش هدف دا دی چې په ټول هیواد کې د راییو پاڼې دقیقې تفتیش شي، پاکې رایي ترلاسه شي، څو یوه پاکه قانوني نتیجه ترلاسه کړو. که چیرته دغه کار لږ ډیر وخت ونیسي ارزښت یې لري، خو موږ وخت نه ضایع کوو، زه په خپله او ټیم مې همکاري کوي څو د دغه بهیر په سرعت کې مو مرسته کړې وي، څه چې مو په وس کې دي هغه دغه دي.″

د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټيم مشر بیا پر عادلانه تفتیش ټینګار وکړ او ویې ویل چې د تفتیش د بهیر اصلاح ته باید لار ولټول شي:

″قانوني او شفاف تفتیش هغه څه دی چې ژمنه یې شوې وه او دا ژمنه باید پر ځای شي.

موږ چمتو یوو چې هغه ته درناوی وکړو. تر اوسه ستونزې شته او موږ ډیره حوصله کړې ده، هڅه کوو چې د اصلاح لاره پیدا شي، دا هغه کار دی چې تر اوسه ترسره شوی چې دمګړۍ یې دغې نیمې لارې ته رارسیدلې یوو″

عبداله عبداله زیاته کړه چې د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان د انتخاباتي بهیر د حل لپاره صادقانه منځګړیتوب کړی دی او دی په دې بهیر کې د امریکا مداخله ستایي.

د عبداله په وینا د امریکا حکومت هڅه کوي چې د راییو د تفتیش بهیر سم بشپړ شي او امریکا دواړه لورې هڅوي چې سیاسي بهیر هم بریالی ترسره کړي.

عبداله زیاته کړه چې تردې وروسته کار زموږ افغانانو دی چې څرنګه مخته ځوو.

XS
SM
MD
LG