د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

خان او القادري: که نواز شریف استعفي ونه کړي، نو د دولتي تاسیساتو په لور به وخوځیږو


په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت د دوو سیاسي مخالفانو اعتراضیه غونډې او لاریونونه دوام لري.

د تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان او د عوامي تحریک د ګوند مشرطاهرالقادري دواړو خبرداری ورکړی چې که نن ماښام پورې صدراعظم نوازشریف استعفې ونه کړي دوي به د پارلمان او نورو مهمو دولتي تاسیساتو په لور وخوځیږي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان خبرداری ورکړی چې که ترنن ماښام پورې صدراعظم نواز شریف استعفې ونه کړي نو دی او پلویان به يې د پارلمان، د صدراعظم د اوسیدو د ځای او نورو مهمو دولتي تاسیساتو په لور لاریون وکړي.

عمران خان چې له څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې له خپلو زرګونو پلویانو سره یوځای د حکومت د استعفې غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، عمران خان دوي ته لیکل شوي وعده ورکړې چې د مهو دولتي تاسیساتو او سفارتونو په لوربه نه ځي.

نوموړي وویل، که عمران او پلویانو يې له خپلې وعدې سرغړونه وکړه نوحکومت به اړشي چې پرضد يې قانوني ګامونه واخلي.

د پاکستان حکومت لا دمخه د اسلام اباد د ریډ زون د امنیت لپاره زرګونه پولیس او امنیتي افراد ګمارلي دي.

په ریډ زون کې د ولسمشراو صدراعظم د کارځایونه، پارلمان او بهرني سفارتونه موقیعت لري.

په همدې حال کې د حکومت یوبل مخالف طاهرالقادري چې هغه هم له خپلو پلویانو سره د حکومت د لیرې کېدو غوښتنه کوي ګواښ کړی چې که غوښتنې يې ونه منل شي نو ترنن مازدیګره به د ولس استازي راټول او د هغوي پریکړه به چې هر څه وي عملي کړي.

د پاکستان سیاسي مشرانو او ګوندونو پر عمران او قاداري غږ کړی دی چې خپلې غوښتنې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG