د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

لویې څارنوالۍ په کابل کې د نیویارک ټایمز خبریال احضار کړی


لویې څارنوالۍ په کابل کې د نیویارک ټایمز خبریال "متي روزنبرګ" احضار کړی.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، په کابل کې یې د نیویارک ټایمز خبریال "متي روزنبرګ" د دې لپاره احضار کړی؛ چې له څه مودې راهیسې د افغانستان په اړه داسې مقالې لیکي؛ چې له اساسي قانون سره په ټکرکې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې نوموړي پرون په یوه مقاله کې د ځینو افغان وزیرانو په حواله لیکلي؛ چې که انتخابات نتیجه ورنه کړي افغانستان کې به کودتا وشي.

عزیزي وویل، د نیویارک ټایمز خبریال په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې، چې دا مقاله یې لیکلې ده.

عزیزي وویل، چې په متي روزنبرګ یې محدویت وضع کړی؛ ټولو هوایي ډګرونو ته ویل شوی، چې نوموړی ممنوع الخروج دی .

له دې وړاندې جمهوري ریاست هم د نیویارک ټایمز په ځینو مقالو انتقاد کړی او ویلې یې دي، چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف مسایل خپروي.

XS
SM
MD
LG