د غزني امنيتي چارواکي وايي، نن يې په دغه ولايت کې له طالب وسله والو سره جګړه کړې ده چې د ديارلسو تنو طالب وسله والو په مرګ ژوبله پای ته ورسېده.
چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او ملي سرتېرو ترمنځ نښته شوې ده چې پکې اته تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
دغه نښته نن سهار د اندړو ولسوالۍ په حيبيب ګوډلو سيمه کې شوې ده.
د غزني ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، لومړی طالب وسله والو د پوليسو پر ځينو پوستو بريدونه وکړل او بيا وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته ونښته.
دی وايي، په نښته کې اته تنه وسله وال وژل شوي دي او زياتوي چې کېدای شي پکې پاکستاني وسله وال هم شامل دي.
د ده په خبره، له بريد کوونکيو څخه د پنځو تنو وسله والو جسدونه د جګړې په ميدان کې پاتې شوي دي.
ولسوال وايي، په دغه نښته او يوه چاودنه کې درې تنه سرتېري هم سربېرن ژوبل شوي دي چې دا مهال يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې ورستيو کې يو ځل بيا د غزني په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب وسله والو او ملي سرتېرو تر منځ نښتې زياتې شوې دي، خو زيات وخت د طالب وسله والو غاړې ته په مرګ ژوبله پای ته رسېږي.